افغانستان

یو اېربس الوتکې د جنوبي کوریا په هوايي ډګر کې د کیناستو پر مهال اور اخستی

یوې اېربس الوتکې چې د جنوبي کوریا د آېر بوسان هوايي شرکت پورې اړه لري، د دې هېواد په جنوب کې د «جیمهایی» نړیوال هوايي ډګر کې د کیناستو پر مهال اور اخیستی دی.

په دغه الوتکه کې ۱۶۹ مسافرین او ۷ عمله سپاره وو، چې د دغې پېښې پرمهال ټول له الوتکې ایستل شوي دي.

د جنوبي کوریا د اوروژنې چارواکو ویلي، دا الوتکه د «کى اېس.۲۹۸۶۹۰» ډول ده، او په دې پېښه کې ۳ کسان سطحي ټپیان شوي دي.

د جنوبي کوریا رسنۍ وايي، چې د الوتکې اور له شاتنۍ برخې (لکۍ) څخه پیل شو؛ خو تر اوسه یې دلیل نه دی روښانه شوى.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده، چې جنوبي کوریا د روانې میاشتې په پیل کې د الوتکې تر ټولو خونړۍ پېښه هم تجربه کړې وه، چې پکې ګڼو کسانو ژوند بایللی و.

په همدې حال کې، د اېربس شرکت ویلي، چې له دې پېښې خبر دی او له آېر بوسان سره په اړيکه کې دی.

د آېر بوسان او آسیانا هوايي شرکتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادولو وړ ده، چې دا الوتکه ۱۷ کلن اېربس اى ۳۲۱سي اي او ماډل ده، چې د «اېچ اېل ٧٧٦٣» دم نمبر لري.