د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وایي، دوی له یوه خیریه موسسې سره د ۵۰۲ زره ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا هوکړه لیک له «ایایآر جاپان» خیریه موسسې سره په افغانستان کې لاسلیک شوی، چې موخه یې د ماینونو او ناچاودو توکو د زیانونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکول دي.
د طالبانو په وینا، د دې هوکړې له مخې،یاد بنسټ به دغه بودیجه د کابل ښار او د زابل ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ماینونو او ناچاودو توکو د زیانونو د پوهاوي لپاره ولګوي.
دا په داسې مهال ده، چې په هېواد کې له جګړو پاتې ماینونه او ناچاودي توکي تل د خلکو، په تېره د ماشومانو، ژوند ته ګواښ پېښوي.
یو شمېر هېوادوال وايي، چې د تېرو دوو لسیزو جګړو پر مهال ځای پر ځای شوي ماینونه او ناچاودي توکي، چې تر اوسه ډېری ماشومان یې قرباني کړي، یا طالبانو ایښي او یا د دوی او د پخواني حکومت ترمنځ د جګړو پر مهال پاتې شوي دي.