افغانستان

سرچینې: طالبانو په فاریاب کې ۶ تنه د «قطعه‌بازۍ» په تور ونېول

په فاریاب کې سيمه ييزې سرچينې آمو ته ويلي، چې طالبانو په دغه ولايت کې ۶ تنه د «قطعه‌بازۍ» په تور ونېول.

په فاریاب کې د طالبانو امنیتي چارواکو د دې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې دغه کسان خانچهار ولسوالۍ کې د قطعه بازۍ پر مهال نېول شوي دي.

طالبان ادعا کوي، چې له دې کسانو سره یې یوه اندازه نغدې پیسې، څو موبایلونه او د قماربازۍ وسایل موندلي، او دوی یې اړوندو ادارو ته سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي وایي، طالبان د شپې له مخې د میمنې ښار په کوڅو کې ګرځي او که د کوم میلمستون څراغ روښانه وي، د کور د څښتن له اجازې پرته ورننوځي.

دغه اوسېدونکي زیاتوي، که چيري خلک د دوستانو غونډې او د شپې ناستې هم ولري، طالبان د دوی کور ته ورننوځي او پوښتي، چې ولې او څنګه دا ناسته شوې ده.

د میمنې ښار اوسېدونکي وایي، چې طالبان هغه ځوانان پلټي، چې د شپې سره راټولېږي، او بیا په زور د هغوی له جېبونو پیسې باسي، بیا یې د قماربازۍ په تور عکسونه اخلي او نیسي؛ داسې کړنې، چې د دې ولایت د ډېرو خلکو غوسه يې راپارولې ده.

طالبانو د خپل دوهم ځل حاکمیت راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زیات کسان د بېلابېلو تورونو له مخې نېولي دي.

په همدې حال کې، یو شمېر هېوادوال وایي، طالبان ورځ تر بلې د دوی پر آزادیو او حقونو محدودیتونه زیاتوي، او ډېر کله پرته له دې چې د هغوى شخصي حریم ته درناوی وکړي خلک څاري او پلټي.