افغانستان

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له زندانه د رحیم سعیدي د «سمدستي خوشې کولو» غوښتنه وکړه

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا د رحیم سعیدي د نېولو او زنداني کولو په غندلو سره د هغه د «سمدستي او بې قیدو شرطه آزادۍ» غوښتنه وکړده.

دغه مرکز وایي، طالبانو ښاغلي سعیدي ته د بند درې کاله سزا اورولې ده.

د یاد مرکز د راپور له مخې، رحیم سعیدي د ۱۴۰۳ هجري لمريز د لړم په ۶مه د کابل د درېیمې حوزې لومړنۍ محکمې له خوا د طالبانو پر ضد د تبلیغ په تور په درې کاله بند محکوم شوی. دغه محکمه د هغه د کورنۍ د غړو او مدافع وکیل له حضور پرته ترسره شوې، او ښاغلي سعیدي د فشار له امله د دې حکم منلو ته مجبور شوی. که نه، نو هغه به د اوږدې مودې بند له خطر سره مخامخ شوی وای.

ياد مرکز زیاتوي چې د ښاغلي سعیدي کورنۍ په دې موده کې اندېښنه درلوده چې د محکمې حکم علني کول ښایي د هغه د آزادېدو په هڅو ناوړه اغېز وکړي.

د معلوماتو له مخې، رحیم سعیدي چې د ملا تېر او پروستات له ناروغیو کړېږي، د طالبانو د استخباراتو له توقیف ځای څخه د پل‌چرخي زندان ته لېږدول شوی دی.

یو تن چې په کابل کې د ښاغلي سعیدي قضیه له نږدې څاري او نه غواړي نوم یې افشاء شي، د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې رحیم سعیدي د یوه فلم لیکنه کړې وه چې د طالبانو په واکمنۍ کې د یوې نجلۍ د زده کړې او تعلیم څخه د محرومیت کیسه په کې انځور شوې وه، او د همدې کیسې پر اساس یې د فلم جوړولو هوډ درلود.

یادولو وړ ده، چې سید رحیم سعیدي د «انار» په نوم د یوټیوب د یوې رسنیز چینل مسؤل او چمتو کوونکی و. هغه د ۱۴۰۳ هـجري لمريز کال د چنګاښ په ۲۴مه نېټه د خپلو دوو همکارانو، سید وارث سعیدي او حسیب سادات، سره د طالبانو د استخباراتو له خوا په کابل کې نېول شوی و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا، سید وارث سعیدي او حسیب سادات د طالبانو په استخباراتو کې تر پوښتنو لاندې نېول شوي او یوه ورځ وروسته خوشې شول؛ خو د «انار» چینل کار په بشپړه توګه بند شوی دی.