نن یکشنبه د سلواغه ٢٧مه (د جنوري ٢٦مه) «د پاکې انرژۍ نړیواله ورځ» ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دغې ورځې په مناسبت د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې «د پاکې انرژۍ په عصر کې د عدالت او همکارۍ» ژمن واوسي.
هغه په اېکس کې لیکلي، چې د وړاندوينه کېږي، چې نوي کېدونکي انرژي سږکال په نړۍ کې د برېښنا تولید ترټولو لوی سرچینه باندې بدله شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، دا پرمختګ به همدارنګه د لګښتونو د کمولو لامل وګرځي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې مخکې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د نوې کېدونکي انرژۍ د نړیوالې ادارې د جوړېدو کلیزه د «پاکې انرژۍ د نړیوالې ورځې» په توګه اعلان کړه.