نړۍ

د امریکا په لاس انجلس کې یوې نوې اورلګېدنې ۳۱ زره کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل

د امریکا د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس په شمال کې نوى اور لګېدلی چې تر اوسه یې ۹زره ۴۰۰ هکټاره ځمکه سوځولې ده.

رویټرز خبر ورکړی چې دغه اورلګېدنه چې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغه ۳) پیل شوې، د دغه ښار په شمال کې د ۳۱ زره کسان کور پرېښودو ته اړ کړي دي.

امریکايي چارواکو د لاس انجلس د کاسټیک سيند په سیمه کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې دوی «ژوند د سمدستي ګواښ» سره مخ دى.

په عین حال کې، د سویلي کالیفورنیا ډیره برخه د قوي، وچو بادونو سره د ځنګل د اور د لوړ ګواښ له امله د خطر تر خبرتیا لاندې ده.

دغه خبري آژانس ویلي دي چې په شمالي لاس انجلس کې دغه اور د ایتون د اور چې د دغه ښار ځینې برخې یې ویجاړې کړې دي، د اندازې دوه پر دریمه برخه ده.

د لاس انجلس ښاروال رابرټ لونا په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې شاوخوا ٣١زره خلک د جبرى وتلو امرونو لاندې دي او ٢٣زره نور د وتلو له خبرتیاو سره مخ دي.

د آنجلس ملي ځنګل ادارې اعلان کړى چې د سان ګبریل په غرونو کې د دې ټول ٧٠٠زره جریبه پارک د لیدونکو پرمخ تړل شوی دی.

په ورته وخت کې، د کالیفورنیا د ځنګلونو او اور وژنې څانګې (کال فايٸر) ويلي چې شاوخوا يو زرو ١٠٠ اور وژونکي د سویلي کالیفورنیا شاوخوا ګمارل شوي ترڅو د سره بیرغ د خبرداری په پایله کې ګړندي حرکت کونکي اور ته ځواب ووایي.

د لاس انجلس د اور وژنې مشر انتوني مارونه وايي، د هیوز د اور وژنې لپاره له څلور زرو څخه ډېر اور وژونکي په کار بوخت دي.