افغانستان

د متحده ایالاتو د ولسمشر اجرایوي حکم د کډوالو د منلو پرواګرام د درې میاشتو لپاره وځنډاوه

د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو اجرائیوي فرمان د کډوالو د منلو پروګرام لږ تر لږه د درېيو میاشتو لپاره وځنډاوه.

سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې پروګرام بیا پیلول به «د امریکا له ګټو سره د کډوالو د راتګ په همغږي کولو» مشروط وي.

دغه فرمان به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۷ نافذ شي.

رویټرز همداراز راپور ورکړی چې دا پرېکړه د دې لامل شوې چې متحده ایالاتو ته د نږدې يو زرو ٦٦٠ افغانانو الوتنې وځنډول شي. یوه امریکایي چارواکي ويلي، په دوی کې بې سرپرسته ماشومان او د افغان حکومت پخواني چارواکي شامل دي چې د طالبانو لخوا د غچ اخيستنې له ګواښ سره مخ دي.

د امریکايي پوځیانو او د افغان کډوالو د مدافع ډلو د ایتلاف مشر شان وان ډایور رویټرز ته تایید کړې، چې دغه ځنډ ښايي د راتلونکو څلورو میاشتو لپاره ټولې الوتنې ودروي.

«کله چې د کډوالو منل د فرمان له مخې وځنډول شي، ټول کډوال به د الوتنې له مانيفيسټ څخه لرې شي.»

د ځانګړي مهاجرت ویزو او پي ١ او پي ٢ پروګرامونو ډېر غوښتونکو دا پرېکړه د دوی ژوند ته «جدي ګواښ» بللې ده.

دوی وايي چې په افغانستان کې له خطرونو سربېره به بې برخلیک پاتې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته تر ۱۸۰ زره ډېر افغانان امریکا ته لېږدول شوي دي؛ خو په زرګونو نور لا هم په افغانستان او یا درېيمو هېوادونو لکه پاکستان، البانیا، قطر، روانډا او جرمني کې د امریکا متحده ایالاتو ته د لېږد په تمه دي.

د امریکا د حکومت دې پرېکړې نیوکې راپارولي او د پناه غوښتونكو او کډوالو د حقونو ډلو د دې پالیسۍ د بیا کتنې غوښتنه کړې ده. دوی وايي چې د پروګرام ځنډول ښايي د ډېرو زیانمنو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

د دغه فرمان موخه د پناه غوښتنې پر پروسې بیا کتنه ده؛ خو په کډوالو، په ځانګړې توګه پر افغان وګړو یې د اغېزو په اړه پراخې اندېښنې راپارولې دي.