د ترکیې د کارتالکایاى په سیمه کې د بولو ښار د سکي په مرکز کې د «ګرانډ کارتال» په نوم هوټل کې د اورلګېدنې په پایله کې تر اوسه ۱۰ تنه مړه شوي دي.
د ترکي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د بولو ښار والي عبدالعزیز آیدین ویلي چې اور تر یوې اندازې کنټرول شوی دی.
د دغو راپورنو پر بنسټ اورلګېدنه پر ځايي وخت سهار شاوخوا څلور بجې په ګرانډ کارتال هوټل کې رامنځ ته شوې او لامل یې لا هم څرګند نه دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا اعلان کړی چې په دې پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰ او د ټپیانو شمېر ۳۲ تنو ته لوړ شوی دی.
هغه مسافر چې د اورلګېدنې له امله له دغه هوټل څخه ایستل شوي وو د بولو په مرکز کې څلورو هوټلونو ته لېږدول شوي دي.
ترکي چارواکو ویلي دي چې اور تر ډېره حده پورې کابو شوی او له مرکز، ولسوالیو او نږدې ښارونو څخه د اور وژنې یو شمېر کارکوونکي، د ژغورنې ډلې او روغتيايي خدمتونو چورلکې د پېښې ځای ته استول شوي دي.
د بولو ښار والي عبدالعزیز آیدین وايي: «د لومړنیو موندنو له مخې، اور د سهار په ۳:۳۰ بجو په یوه هوټل کې چې شاوخوا ۲۳۴ مېلمانه په کې اوسېدل، د رسټورانت په پوړ کې ولګېد. بیا له دې ځایه اور د هوټل نورو برخو ته خپور شوى دى.»
هغه زياته کړه، چې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى، چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. ټیمونه د مړو او ټپيانو د موندلو په موخه د هوټل خوني پلټي.