د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، اروپايي ټولنې د خپلو بشري مرستو په لړ کې له افغانستان سره ۱۷.۴ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، یاده مرسته به روان ژمي کې د زیانمنونکو سیمو د اوسېدونکو ستونزو ته د رسیدنې په برخه کې ولګول شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې، یاده مرسته یې په داسې حال کې ترلاسه کړې چې افغانستان کې شاوخوا ۱۵ میلیونه کسان له لوږې سره دي او د دغه ډول مرستو په ترلاسه کولو سره به دوی وتوانیږي چې له زیانمنونکو کورنیو، میندو او کمعمره ماشومانو سره د خوړو عمومي مرستې پراخې او دوامداره وساتي.
ورته مهال کې افغانستان کې پر بشري مرستو د اروپایي ټولنې څارونکی فرانسوا ګومانز وايي: «د اغېزمنو بشري مرستو په دلیل چې د غدایي امنیت وضعیت ورسره ښه شوی، افغانسان لا هم د ولږې یو مرکز دی چې یوه پر څلور برخه خلک یې وږي دي.»
هغه زیاتوي، د افغانستان د خلکو یوه پر څلور برخه خلک نشي کولی د خوړه یو مناسب رژیم ولري، داسې چې ټولې اړتیاوې یې پوره او له خوارځواکۍ وژغول شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، اټکل کیږي چې روان ژمې کې به افغانستان کې نیږدې ۱۵ میلیونه وکړي له ناورین او د خوړو له قحطۍ سره مخ شي. دغه سامان ویلي، اوسمهال یې په هغو سیمو کې له زیانمنو شویو کسانو سره مرستې پیل کړي چې د واورې د ورښت له امله یې سیمو ته تګ – راتګ سخت شوی دی.
یاد سازمان دغه راز زیاته کړې، د جدي مالي بحران له امله اړ دي په افغانستان کې خپل فعالیتونه راکم کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د معلوماتو له مخې ۲۰۲۴ کال کې توانېدلي هره میاشت یوازې له یو میلیون کسانو سره مرستې وکړې او پاتې ۱۱ میلیونه نور یې په خپل حال پرېښودل شوي دي.