افغانستان

د سالنګ لار د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لویه لار نن (سه شنبه د سلواغه ۲مه) د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر اېکس د خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دې لویې لارې هوا لمريزه ده او د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست کارکوونکي د سالنګونو په پاکولو بوخت دي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و چې دغه لار یوازې د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانستل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ په وقفه يي بندښت تړل شوې ده.

طالبانو له هېوادوالو غوښتي چې پر دې لار د تګ راتګ پر مهال دې په خپلو موټرو کې زنځیرونه ولګوي، ترافیکي اصول دې مراعات کړي او د دې لویې لارې د مسوولینو لارښوونو ته دې جدي پاملرنه وکړي.