افغانستان

طالبان وايي امریکا د دوی یو بندي چې په «عمري بند محکوم شوى» و خوشې کړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، خان محمد چې د امریکا د یوې محکمې له خوا په«عمري بند» محکوم شوی و، له امریکايي چارواکو سره د خبرو په پایله کې خوشې او افغانستان ته راستون شوی دی.

طالبان وايي دغه کس شاوخوا دوه لسيزې وړاندې په ننګرهار ولايت کې د امريکايي ځواکونو له خوا نېول شوى و او اوس د دوى له خوا نېول شوى امريکايي وګړي د آزادولو په بدل کې خوشې شوى دى.

طالبانو د هغو امریکايي بندیانو هویت نه دی ویلي چې د خان محمد په بدل کې یې تبادله کړي. خو سي اېن اېن راپور ورکړی چې راین کوربټ او ویلیم مک کانټي امریکايي وګړي چې د طالبانو لخوا بندیان شوي وو، د هغه په ​​بدل کې خوشې شوي دي.

سي اېن اېن راپور ورکړ، خان محمد، چې د طالبانو غړی دی، په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د یوې محکمې له خوا د «ترهګرۍ او نشه یي توکو» په تور محکوم شوى و.

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې د راین کوربټ، ګلزمن او محمود شاه حبیبي په ګډون اووه امریکايي اتباع د طالبانو له لوري نېول شوي دي.

طالبانو د بندیانو تبادله «د خبرو له لارې د مسلو د حل یوه ښه بېلګه» بللې او د قطر په منځګړیتوب یې ټینګار کړی دی.

رویټرز مخکې راپور ورکړی و چې د امریکا حکومت له طالبانو سره د ګوانتانامو زندان د یوه مهم بندي او د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د مرستیال او نورو زندانیانو د تبادلې لپاره له طالبانو سره خبرې کوي.

له دې خبرو سره یوې باخبرې سرچینې تر دې مخکې آمو ته وویل چې د امریکایانو د خلاصون هڅې روانې دي.

راین کوربټ او محمود حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې په جلا جلا پېښو کې ونېول شول، یو کال وروسته له هغه چې طالبانو د امریکايي ځواکونو له ګډوډ وتلو وروسته د کابل واک تر لاسه کړ. ښاغلی ګلزمن هغه کال وروسته له هغې د طالبانو له خوا ونېول شو چې افغانستان ته د یوه ګرځندوی په توګه تللی و.

طالبانو تر دې وړاندې د ښاغلي حبیبي نېول رد کړي وو او یوې سرچینې ویلي چې طالبانو د امریکا له هغه وړاندیز سره مخالفت کړی چې ګلزمن او کوربټ دې د رحیم او دوو نورو بنديانو په بدل کې خوشې شي.