د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په راتلونکي کال کې د اوبو د کمښت او سږني ژمي کې د کم اورښت خبرداری ورکړ.
دغه بنسټ په یوه راپور کې ویلي، تمه کېږي چې د افغانستان په ډېرو برخو کې د ژمي په موسم کې له نورمال څخه لږ اورښت وشي. که څه هم د موسم په لومړیو کې یو څه باران ثبت شوی؛ خو په ټولیزه توګه احتمال شته چې سږ کال به اورښت د اوسط څخه کم وي.
دغه سازمان وايي، د ۲۰۲۵ کال تر پسرلي پورې د تودوخې لوړه درجه به په افغانستان کې د اوبو د کمښت خطر لاپسې زیات کړي، چې د حاصلاتو او شنو ځمکو ته به زیان ورسوي.
د راپور پر بنسټ، سږ کال به په ټول هېواد کې د واورې کچه توپیر ولري. پر ښکته سیمو به د معمول په پرتله لږ واوره واورېږي او لوړې سیمې به د معمول په پرتله د ډېرې یا لږې واورې ترکیب تجربه کړي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر وايي، وړاندوينه کیږي چې د دغې لړۍ دوام به د واورو جوړول سخت کړي چې د راتلونکي کارونې لپاره د اوبو سرچینې محدودوي.
دغه سازمان ویلي، د نباتاتو او کرنې منظره یوه بله ننګونه ده چې افغانستان به په راتلونکي کال کې ورسره مخ شي. کم باران او له نورمالې کچې د تودوخې لوړېدل به فصلونه او څړځایونه د ودې له سختو شرایطو سره مخ شي.
اوچا زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې د افغانستان په ځینو برخو کې حالات د تېرو میاشتو په پرتله خراب شوي دي. له دې جملې لوېدیځ (فراه او هرات)، سویل (هلمند، کندهار، نیمروز او زابل) او سویل ختیځ (غزنی او پکتیکا) د نامناسب موسم شاهدان وو.