افغانستان

«سپکاوی او ګواښل» له ځایي خبریالانو سره د طالبانو چلند

عصمت الله د جمهوریت په دوره کې خبریال و. هغه د زمري په ۱۹مه د نجونو له اعتراضونو پر خپله فېسبوک پاڼه یوه خبرتیا خپره کړه او بله ورځ د زمري په۲۰مه نېټه کله چې د کابل ښار په پل سرخ سیمه کې و، طالبانو یې مخ پټ کړ او نامالوم ځای ته یې ولېږداوه.

ښاغلي عصمت د طالبانو له واکمنۍ مخکې په کابل کې له ځینو رسنیو سره د ځایي خبریال په توګه کار کاوه؛ خو اوس مهال دنده نه لري.

هغه په دې اړه د آمو ټلوېزیون خبریال ته وویل چې طالبانو نوموړی په ۲۴ ساعتونو کې، چې ورسره بندي و؛ په برېښنایي شوک او نورو توکو شکنجه کړی دی.

عصمت همداراز وایي، چې طالبانو هغه دومره وهلی ټکولی، چې بې هوښه شوی دی.

هغه له دې پېښې وروسته آرامتیا او د حرکت کولو وس نه درلود او اوس چې له دغې پېښې څو ورځې تېرېږي لا یې هم جسمي او روحي وضعیت عادي حال ته نه دی ستون شوی.

د هغه په وینا، طالبانو ترې غوښتي چې اعتراف وکړي اخلال کوونکی دی او له کوم ځایه امر اخلي؛ خو نوموړی دا ټول تورونه ردوي.

عصمت ټینګار وکړ: «طالبان فکر کوي هر څوک چې خپل غږ یې پورته کړ او حق یې وغوښت جاسوس دی او له کوم ځایه امر اخلي. د ښځو اعتراض هم وسله وال نه و، مدني و او هر څوک حق لري خپل حق وغواړي.»

په کابل کې د دغه مخکیني خبریال ګرځنده ټلیفون اوس هم له طالبانو سره دی او له هغه یې ژمنه اخیستې، چې په دې اړه به له چا سره خبرې نه کوي.

په دایکندي کې د یوې رسنۍ د کارکوونکو «ګواښل او سپکاوی»

په همدې حال کې دایکندي ولایت کې د رادیو نسیم مدیر مسوول، سلطان علي جوادي وایي چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس هغوی پر زنداني کولو او د فعالیتونو په درولو ګواښلي دي.

هغه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، دا دویم ځل دی چې په فېسبوک کې د «رادیو نسیم» په نوم د جعلي پاڼو له امله د «طالبانو د ځایي چارواکو له خوا غوښتل کېږي، ګواښل او سپکاوی ورته کېږي.»

طالبانو په داسې حال کې د دغې راډیو مدیر مسوول غوښتی چې ښاغلي جوادي دوې اوونۍ مخکې د راډیو نسیم په نوم د جعلي پاڼو له شتونه والي او د استخباراتو رییس ته خبر ورکړی و.

ښاغلی جوادي وایي چې دایکندي کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس، سید مصطفی صالح دوشنبه د زمري په ۲۴مه له څو تنو وسله والو کسانو سره د دغه ولایت د والي د دفتر په حکم دې راډیو ته ورغلی او هغوی یې د راډیو پر تړلو، چې پر فېسبوک ۷۲ زره مینوال لري او پر زنداني کولو ګواښلي او هغه یې هم له ځان سره بېولی دی.

که څه هم څو ساعته وروسته خوشی شو؛ خو طالبانو له اجازې او جواز پرته د کارکوونکو شخصي موبایلونه او کمپیوټرونه کتلي دي.

جوادي چې په دایکندي کې تجربه لرونکی خبریال دی د طالبانو دغه اقدام «یو ډول صحرایي محکمه» بولي او ویلي یې دي «دا خلک پرته له دې چې څېړنې وکړي حکم صادروي.»

د دې سیمه ییزې راډیو یو خبریال، احسان مهدوي وایي چې د طالبانو دغه اقدام د قانون نشتون، د ادارو ترمنځ د نه همغږۍ او د بیان پر ازادۍ د زورواکۍ د ولکې ښکارندويي کوي.

دایکندي د افغانستان یو مرکزي ولایت دی او اوسېدونکي یې وایي چې په تېرو شلو کلونو کې حکومتونو هغوی هېر او څنډې ته کړي دي.

په دې لړ کې په دغه ولایت کې رسنیو او مدني فعالانو تل هڅه کړې چې خپل غږ پورته کړي. د طالبانو په واکمنېدو سره په دغه ولایت کې لږ تر لږ دوې ځایي راډیوګانې، یو خصوصي ټلویزیون او دوې چاپي رسنۍ تړل شوې او کابو ۲۰ ښځینه او نارینه خبریالان وزګار شوي دي.

اوسمهال په دغه ولایت کې پر یوې دولتي رسنۍ سربېره دوې ځایي راډیوګانې په سختو شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکوي.

د بې پولې خبریالانو سازمان راپور چې د زمري په ۲۱مه نېټه خپور شو، ښیي چې په تېر یوه کال کې په هېواد کې د رسنیو شمېر ۳۹،۵ سلنه کم شوی او په افغانستان کې ۵۹،۸۶ سلنه خبریالان کم شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د اګسټ له ۱۵ مخکې افغانستان ۵۴۷ رسنۍ لرلې چې په هېواد کې تر ننه ۲۱۹ رسنیو خپل فعالیت درولی دی.

د دغه راپور موندنې ښيي چې د جمهوریت له سقوطه مخکې له ۱۱ زره او ۸۵۸ ثبت شویو خبریالانو څخه ۴ زره او ۷۵۹ تنه یې فعال دي او شته وضعیت ترټولو زیاته اغېزه پر ښځینه خبریالانو کړې ده. په دې موده کې ۷۶،۱۹ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.