افغانستان

د قطر او طالبانو ترمنځ د «کار» ګډې کمېټې ناسته ترسره شوه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې دغه هېواد د طالبانو له پلاوي سره د «کار» تر عنوان لاندې ګډه کمېټه جوړه او ناسته یې ترسره کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ناسته د دواړو خواوو ترمنځ د کار په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په محوریت د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې ترسره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د ناستې مشري شیخه نجوا بنت عبدالرحمن آل ثاني، د قطر د کار وزارت معینې، او محمد امین انیس، د طالبانو تر ادارې لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري ځواک د استقرار مشر، کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو مخکې هم د قطر له یو شمېر چارواکو سره د افغان کارګرو د انتقال په اړه د خبرو اترو خبر ورکړی و.

له بلې خوا، د طالبانو تر ادارې لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مخکې ویلي و چې د دوی مشر هبت الله آخندزاده په امر په کابل کې يې هم د افغان کارګرو د قانوني لېږد د اسانولو لپاره یوه ناسته ترسره کړې ده.

د دې وزارت په وینا، د دغې ناستې مشري د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري کوله؛ خو په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري، د عامې روغتیا وزارت مرستیال حمدالله زاهد، او د احصائیې او معلوماتو د ادارې مشر عبدالقاهر ادریس هم ګډون کړی و.

په همدې حال کې، د هېواد یو شمېر وګړي وايي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو سره د دوی لپاره د کار کولو فرصتونه د پخوا په پرتله ډېر محدود شوي دي.

دغه هېوادوال د طالبانو تر واک لاندې په هېواد کې لوږه او د فقر زیاتوالی هغه جدي ستونزې بولي چې د دوی ژوند یې له سختو فشارونو سره مخ کړی دی.

ځینې هېوادوال زیاتوي چې دوی آن د خپلې کورنۍ د غړو لپاره د ورځې یوه وخت ډوډۍ برابرولو توان هم نه لري.