پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا ایالت یوې محکمې د افغان هنرمندانو او موسیقارانو جبري اېستل وځنډول.
د دغو راپورونو له مخې، د پاکستان قضايي چارواکو د دغو هنرمندانو د جبري شړلو امر د دوو نورو مياشتو لپاره وځنډاوه.
د دغه حکم له مخې، تر هغه چې د دغو افغان هنرمندانو او موسیقارانو د پناه غوښتنې پرېکړه نه وي شوې، هېواد ته د هغوی اخراج او بېرته ستنول ځنډول شوي دي.
دغه هنرمندان او سندرغاړي د افغانستان د هغو نیم میلیونه وګړو له جملې څخه دي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلي او غربي هېوادونو ته د پنا اخیستو لپاره پاکستان ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې پر موسيقۍ او سندرو ويلو بنديز لګولی او واک ته له رسېدو راهيسې يې په بېلابېلو ولايتونو کې د موسيقۍ سلګونه سامان الات مات کړي دي.
په همدې حال کې مدافع وکیل ممتاز احمد اسوشېټېډ پرېس ته ويلي چې د محکمې دغه حکم د خپل ډول لومړنی او د هغه د مؤکلینو لپاره یو لوی راحت دی چې په پاکستان کې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په ناڅرګند حالت کې دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت
له بلې خوا پاکستان په دغه هېواد کې د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو پر ضد په پراخه کچه ځپنه پیل کړې ده.
د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د راغونډولو، نیولو او په زوره ایستلو بهیر د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو د سازمانونو له خوا په پراخه کچه غندل شوی دی.
دغه سازمانونه وايي چې د افغان کډولو دا ډول جبري شړل د کورنیو جلا کولو او د کوچنیانو اخراج په ګډون د بشري حقونو د سختو سرغړونو لامل ګرځي.
پاکستان په تېرو ۱۸ میاشتو کې تر ۸۰۰ زره ډېر افغان کډوال چې د استوګنې له معتبرو اسنادو پرته دغه هېواد کې مېشت وو د بېلابېلو پولو له لارې ایستلي دي.