روغتیا

یونېسف د افغان روغتیايي کارکوونکو ملاتړ ته دوام ورکوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، په راتلونکي کال کې به هم په افغانستان کې د روغتیايي کارکوونکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

یونېسف وايي دا مهال په افغانستان کې له ۲۸زره روغتیايي کارکوونکو او نرسانو ملاتړ کوي. د دغه ملاتړ اصلي موخه افغان میندو او ماشومانو ته د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د ښځو پر فعالیتونو د طالبانو محدودیتونو د میندو، ماشومانو او ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پاشلتيا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

تېره میاشت طالبانو په روغتيايي بنسټونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او روغتیايي بنسټونو ته یې خبرداری ورکړ. دې کار د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د ښځینه متخصصینو د کمښت په اړه اندېښنې دوه برابره کړي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت همداراز په دې وروستیو کې یو ځل بیا په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز باندې ټينګار کړى او خبرداری یې ورکړی چې هغه موسسې به وتړي چې ښځې په کار ګماري.

له دې پرېکړې وروسته په کندهار ولایت کې سیمه ییزو سرچینو آمو ته وویل چې طالبانو په دغه ولایت کې څو بهرنۍ انجيوګانې تړلې دي. ممکنه ده چې دا اقدامات د روغتیا خدماتو په ګډون لازمي خدماتو ته د خلکو لاسرسی نور هم محدود کړي.