د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د تېر کال له پیل راهیسې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ۹۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ۲۵ یې په افغانستان او ۶۷ یې په پاکستان کې دي.
دغه سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په روانه اونۍ کې په بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د ګوزڼ درې نوې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، دغه مثبتې پېښې د بلوچستان ایالت په کيلا عبدالله، د سند ایالت په کشمیر او د خیبر پښتونخوا په ټانک کې ثبت شوې دي.
په یوه کال کې د ګوزڼ مثبتې پېښې
په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د ګوزڼ ۹۳ مثبتې پېښې په افغانستان او پاکستان کې د تېر کال په پرتله په بې ساري ډول زیاتې شوې دي.
په ٢٠٢٣کال کې، په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یوازې ١٢ مثبتې پیښې راپور شوي وې، چې له دواړو هېوادونه هر یوه يې د ګوزڼ د شپږو مثبتو پیښو شاهدان وو.
په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په دې اونۍ کې د چاپیریالي ګوزڼ ۴۱ نوې پېښې ثبت شوې چې ټولې په پاکستان کې دي.
د ياد سازمان په وينا، د پوليو ٢٣ مثبتې پېښې په سند، اته په پنجاب، ٧ په بلوچستان او دوه چاپيريالي مثبتې پېښې په خيبر پښتونخوا کې ثبت شوې دي.