د بغلان په مرکزي ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپيان شول.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند شېراحمد برهاني وايي، دا پېښه تېره ورځ (د مرغومي په ١٠مه) له غرمې مخکې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ګدانو سيمه کې رامنځته شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې دغه پېښه د پاسو ډوله موټر او زرنځ ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د بغلان ولايت د ترافيکو مديريت مسٶولينو له موټر چلوونکو څخه غوښتي دي چې د دغه شان پېښو د مخنيوي په خاطر دې ترافيکي اصول مراعات کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په سمنګان کې د يوې ترافيکي پېښې په نتيجه کې د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتيا وزارت درې تنه کارکوونکي او د دغه وزارت د ولايتونو د عامې روغتيا د همغږۍ د رييس په ګډون درې تنه مړه او دوه تنه نور ټپيان شول.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د ترافيکي پېښو کچه زياته شوې ده، چې د روان کال په ترڅ کې يې تر اوسه سلګونو کسانو ته مرګ-ژوبله اړولې ده.
د افغانستان خلک د سړکونو خرابوالی، د هېواد په لویو لارو او سړکونو کې د معیاري ترافیکي نښو نشتوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ښي لاسو موټرونو ډېروالی د دا ډول پېښو اصلي لاملونه بولي.