سویلي آسیا

۲۰۲۴ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال

۲۰۲۴ زيږديز کال په یوه لسیزه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال و چې په دغه هېواد کې يې له ځانه سخت تاوتریخوالى درلود.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې سږ کال په ټول هېواد کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو ۴۴۴ بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې ۶۸۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د دغو راپورونو پربنسټ، سږ کال تر ټولو ډېر بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي دي.

د سږ کال د بریدونو او تاوتریخوالي د قربانیانو احصایې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۷۳ سلنه زیاتې ښيي.

په دغو راپورونو کې ویل شوي چې د روان کال په بریدونو کې ملکي تلفات بې سارې دي او په وژل شویو کې يو زرو ۶۱۲ کسان شامل دي.

د دغو راپورونو پر بنسټ، سږ کال په ټول پاکستان کې هره ورځ په اوسط ډول اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى او نومبر د دې کال د نورو میاشتو په پرتله تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې دا د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال د کلني امنیتي راپور مهمې موندنې دي، چې د امنیتي څېړنو او مطالعاتو د مرکز له خوا خپور شوی دی.

د دغو رسنیو د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې سږ کال د تاوتریخوالي په پېښو کې ۲زره ۲۶۷ پوځیان او ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د تېر کال په پرتله، دا ارقام د ۶۶ سلنه زیاتو وژنو (۲زره۵۴۶ په پرتله يو زرو ۵۳۳)، د ۵۵ سلنه زیاتو ټپیانو (۲زره۲۶۷ په پرتله يو زرو ۴۶۲) او نږدې ۴۹ سلنه زیاتو پېښو (يو زرو ۱۶۶ په پرتله ۷۸۴) زیاتوالی ښيي.

د يادولو وړ ده، چې خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونه د ټول پاکستان د تلفاتو ۹۴ سلنه او د پېښو ۸۹ سلنه برخه جوړوي.