د دوغارون پولې د تمځاى مدیر اسماعیل پور عابد وايي، افغانان ایران ته په قانوني توګه د تګ په موخه د دوغارونو له لارې داخلیږي.
د صدا و سیما د راپور له مخې، دغه ایراني چارواکي ویلي چې دغه پوله له کافي امنیت څخه برخمنه ده.
هغه زياته کړه: «افغان اتباع ايران ته د قانوني تګ راتګ لپاره د دوغارون پوله ټاکي، چې دې کار د افغان حکومت پام دې پولې ته اړولى دى.»
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هره ورځ له ۳زره ۵۰۰ څخه زیات بهرني او ایراني اتباع د افغانستان له هرات څخه ۱۲۰ کیلومتره لوېدیځ او د ایران له مشهد څخه ۲۵۰ کیلومتره لرې د دوغارون له پولې تګ راتګ کوي.
د دوغارون تای آباد د سرحدي تمځاى مشر وویل:« دغه سرحدي ټرمینل چې له تایباد ښار څخه په ۱۸ کیلومترۍ کې پروت دی، د هېواد د سرحدي دروازو په منځ کې د عامه وسایطو په واسطه د مسافرو د تګ راتګ لومړی مقام خپل کړی دی.
خو د سرحدي ګمرکونو عمومي رئیس سید حسن رحیمي زاده وايي، چې د دوغارون له لارې ایران ته د افغاني مالونو داخلېدل یوازې د افغان ټرانسپورټي بېړیو پورې محدود نه دي او هغه مسافر چې له دغه هېواد څخه داخلېږي په قانوني ډول دغه هېواد ته توکي راوړي.»
هغه دغه راز زياته کړه: «دوغارون ته دافغان اتباعو راتګ په دې سيمه کې دکار غوښتونکو ځوانانو ته دکار زمينه برابره کړې ده .»