د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه د ګډو اندېښنو د څرګندولو تر څنګ په جنیوا کې د افغانستان په اړه د جي- ۷ غړو هېوادونو د ځانګړو استازو او د هغوی د همکارانو وروستۍ غونډه چې ۱۶ هېوادونه او مهم نړیوال سازمانونه پکې ګډون لري، ځانګړی اهمیت لري. د دغې غونډې اعلان په ځینو مواردو کې د دغو هېوادونو په سیاستونو کې د کیفی بدلونونو ښکارندويي کوي.
لومړی، دغو هېوادونو د افغانستان او نورو هېوادونو امنیت او ثبات ته د ترورېزم د ګواښونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه. دوی له طالبانو هم غوښتي، چې له هغو ترهګرو ډلو سره چې په افغانستان کې پناه اخیستې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک سره سم د پولو د اوږدو عملیاتو د پلان او عملي کولو توان لري، جدي مقابله وکړي.
دا اندېښنه او غوښتنه د لوېدیځو هېوادونو د ځینو لوړ پوړو چارواکو له وروستیو څرګندونو سره چې په دې غونډه کې یې حضور درلود، په ټکر کې دي. دغو چارواکو د خپلو هېوادونو خلکو او ټاکل شويو بنسټونو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د تروريزم له ګواښونو او د هغوى د وړتيا د مهارولو په اړه اندېښمن نه دي. خو په دې اعلان کې دوی خپل دریځ بدل کړ او د برېکس له غړو هېوادونو سره یې چې په دې وروستیو کې په روسیه کې سره راټول شوي وو او یوه اعلامیه یې خپره کړه او ورسره همغږي شول.
په همدې حال کې، اصلي پوښتنه دا ده چې آیا د لوېدیځ کمپ او برېکس (او د شانګهای سازمان) غړي هېوادونه چمتو دي چې د خپلو ګډو امنیتي ګټو د ساتلو لپاره په افغانستان کې ګټورې همکارۍ وکړي، یا آیا د دې مهمو ګټو سربېره، په نورو مسايلو کې د دوى اختلافات به د همکارۍ خنډ شي؟ په واضح ډول، وروستۍ سناریو به د هیڅ هېواد په ګټه نه وي.
دغو چارواکو د خپلو هېوادونو خلکو او ټاکل شويو بنسټونو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د تروريزم له ګواښونو او د هغوى د وړتيا د مهارولو په اړه اندېښمن نه دي.
دوهم، له نسبتاً اوږدې چوپتیا وروسته – د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ (۲۰۲۳) پرېکړه لیک له تصویب څخه یو کال وروسته – دغو هېوادونو د باور وړ او ټولګډونه بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه وکړه ترڅو افغانستان د سولې او ثبات لپاره اساسي قانون پر بنسټ یوه منتخب او ټولګونه نظام څخه برخمن شي. دوى ټینګار وکړچې افغانستان مسؤلو سیاسي مشرانو او داسې حکومت ته اړتیا لري چې د نړیوالو ژمنو ته غاړه کیږدي.
په دې کتنه کې د غړو هېوادونو له خوا د دغه پرېکړه ليک د نورو مادو پر عملي کېدو ټينګار وشو. دغه راز د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه وغوښتل شول چې د افغانستان لپاره دې ځانګړی استازی وټاکي او په دوحه کې د افغان او نړیوالو ګوندونو په ګډون او همکارۍ سره پیل شوي سیاسي بهیر ته پرمختګ ورکړي.
د لوېدیځو هېوادونو په دریځ کې دغه بدلون ډیر مهم دی. په تېر یوه کال کې دغو هېوادونو د بین الافغاني خبرو اترو ملاتړ ته لږ لېوالتیا ښودلې او د ستونزو اصلي لامل یې د افغانستان د سیاسي مشرانو تېرې ناکامۍ او اوسني اختلافات ګڼلي دي.
په همدې حال کې، دا باید ومنل شي چې دوی په دې برخه کې یو څه په حقه دي. افغان مشران او سیاسي جریانونه کولای شي چې د اجماع او ملي یووالي په رامنځته کولو سره د دې پروسې د بریالیتوب لپاره خپله همکاري په جدي توګه پیل کړي او تر يوې اندازې تېر زیانونه جبران کړي.
همدارنګه، ملګري ملتونه باید د دې پروسې لپاره یو معتبر او همغږي پلان جوړ کړي، ځانګړی استازی وټاکي، بین الافغاني خبرې وکړي او د دوحې په بهیر کې د موجودو غربي او سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ همکاري پیاوړې کړي. په تېر کال کې د ملګرو ملتونو هڅې تر ډېره د امنیت شورا د پرېکړه لیک د اغېزمن تطبیق او د افغانانو مشروع غوښتنو ته د ځواب ویلو پر ځای د لویو قدرتونو او طالبانو د رضایت د ترلاسه کولو په موخه وې. اوس د دې وخت رارسېدلی چې دغه اداره په جدي توګه دا پروسه تعقیب کړي او د دې لپاره اړینې بشري، سیاسي او اداري سرچینې ځانګړې کړي.
د افغانستان سیاسي او مدني جریانونه او ملګري ملتونه باید دې حقیقت ته پام وکړي چې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره د هیلو سربیره کره پلان جوړونې او نږدې همکارۍ ته اړتیا ده. اوس چې د نفوذ لرونکو هېوادونو په تګلارو کې د مثبتو بدلونونو نښې لیدل کېږي، نو پکار ده چې ژر تر ژره دغه ننګونې حل شي.
د افغانستان سیاسي او مدني جریانونه او ملګري ملتونه باید دې حقیقت ته پام وکړي چې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره د هیلو سربیره کره پلان جوړونې او نږدې همکارۍ ته اړتیا ده. اوس چې د نفوذ لرونکو هېوادونو په تګلارو کې د مثبتو بدلونونو نښې لیدل کېږي، نو پکار ده چې ژر تر ژره دغه ننګونې حل شي.
ملګري ملتونه باید ټولې ښکېلې خواوې، یعنې د افغانستان خلک، د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه په جدي توګه په پام کې ونیسي او د دوی ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره له خپل ځانګړي دریځ څخه کار واخلي. اوس مهال لوېديځ هېوادونه او د شانګهای د همکارۍ سازمان مهم غړي نه غواړي چې د ملګرو ملتونو له شتون او چوکاټ پرته د افغانستان په اړه خبرې وکړي او يا هم اغېزمنې او پېچلې همکارۍ ته زړه ښه کړي.
دا مسٸله ډېره ښه درک شوې ده، چې د افغانستان په څېر په مسٸلو کې د ملګرو ملتونو وړتیا د هغو لویو قدرتونو څخه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي دي د ملاتړ په اندازه پورې اړه لري. اوس چې دغو هېوادونو د ملګرو ملتونو د رول ملاتړ کړی، دا فرصت باید له لاسه ورنکړل شي.
د بین الافغاني مذاکراتو د بریالیتوب لپاره د امریکا متحده ایالات او قطر حکومت ځانګړی رول تر غاړې لري. دوی باید طالبان دې ته اړ کړي چې په دغو خبرو اترو کې برخه واخلي او د دوحې د سولې د تړون د مادو په حواله یې ملاتړ وکړي. سیمه ییز قدرتونه هم باید د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره د دغو خبرو اترو ملاتړ وکړي او اجازه ورنکړي چې له لوېدیځ سره خپل اختلافات په نورو مسایلو کې د ګډو ګټو د زیانمنیدو لامل شي.
د اسلامي همکاريو د سازمان د اغېزمنو غړو هېوادونو رول هم ورځ تر بلې زياتېږي او مسووليتونه يې ډېر جدي کېږي. د دوی دیني عقیدې او سیاسي ګټې دا ايجابوي چې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو او آزادیو د محدودولو په برخه کې د طالبانو سیاستونه په کلکه رد کړي او د اسلامي ارزښتونو په اړه عامه پوهاوی په یوه نړیواله او همغږي هڅه بدل کړي.
درېیم، د جنیوا غونډې طالبانو ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان زیانمنو خلکو ته د مهمو بشري مرستو دوام به د ملګرو ملتونو او غیر دولتي، نړیوالو او کورنیو خیریه بنسټونو د بې بديله رول پرته ممکن نه وي. د دغو خیریه بنسټونو د بندیزونو د لګولو او یا هم د بشپړې تړل کېدو په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتې شوې چې راپورونه ښيي چې طالب مشران په دې اړه جدي بحثونه کوي. د نړیوال بشردوستانه مرستو سیسټم کې روڼتیا، مٶثریت او حساب ورکونه د پالیسي جوړونکو لپاره د اوږدې مودې لپاره لومړیتوب لري، او په دې برخه کې باید بېړني او بنسټیز اقدامات وشي. خو په هر ډول پلمو د دغو بنسټونو تړل کېدل زموږ د میلیونونو هېوادوالو په تېره بیا ماشومانو، ښځو او د فقر تر کرښې لاندې د خلکو لپاره ناوړه پایلې لرلی شي.
په افغانستان کې د بې ثباتۍ، امنیتي ګواښونو، بې وزلۍ او محرومیت تر څنګ د سیمې او نړۍ د کړکېچن او بې ثباته شرایطو په پام کې نیولو سره یوازینۍ هیله منه لار د افغانستان د داخلي ډلو، د سیمې د نفوذ لرونکو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ همکاري ده. په همدې حال کې، د افغانستان سیاسي او مدني جریانونه او ملګري ملتونه باید دې ته پام وکړي چې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره د هیلو سربیره کره پلان جوړونې او نږدې همکارۍ ته اړتیا ده. اوس چې د نفوذ لرونکو هېوادونو په تګلارو کې د مثبتو بدلونونو نښې لیدل کېږي، نو پکار ده چې ژر تر ژره دغه ننګونې حل شي.
محمد حنیف اتمر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وروستی وزیر دی.
د آمو وېبپاڼې د نظر په برخه کې د خپرو شویو مقالو د منځپانګې مسولیت د ليکولانو پر غاړه دى.