د جنګي جناياتو یو نړیوال څارنوال وايي، په سوریه کې د ډله ییزو قبرونو شواهد د«مرګ د ماشین» په توګه د تښتېدلي ولسمشر بشارالاسد په مشرۍ د حکومت ښکارندويي کوي.
د جنګي جنايتونو لپاره د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي او اوس په روانډا او سیرالیون کې د جنګي جرمونو د محکمو څارنوال سټیفن ریپ، د قتیفه او نجها په ښارونو کې د دوو ډله ایزو قبرونو له لیدو وروسته رویټرز ته وویل: «موږ په یقین سره له ١٠٠زرو څخه ډیر خلک لرو چې په دې ځاى کې لادرکه شوي او د مرګ تر حده شکنجه شوي دي. د هغه څه پر بنسټ چې موږ په دې ډله ایزو قبرونو کې لیدلي، زه د دې ډول شمېرو په اړه هیڅ شک نلرم.»
دغه خبري آژانس د سه شنبې په ورځ (ليندۍ په ٢٧) په امریکا کې د سوریې د ملاتړ د سازمان د مشر په حواله خبر ورکړ چې په قتیفه کې یو ډله ییز قبر موندل شوی چې شاوخوا سل زره جسدونه په کې دي.
د دغه سازمان مشر ویلي، چې دغه کسان د بشار الاسد په مشرۍ د واکمن حکومت له خوا وژل شوي دي.
د دغه راپور له مخې، دغه شمېر کسان په سوریه کې له ۲۰۱۳ کال راهیسې د بشارالاسد د حکومت تر نسکورېدو تر تېره اوونۍ پورې «شکنجه او وژل شوي» دي.
سټیفن ریپ چې دا مهال د سوریې له مدني ټولنې سره کار کوي چې د جنګي جرمونو شواهد مستند کوي او د هر ډول جنګي جرمونو لپاره چمتو کولو کې مرسته وکړي وايي: «موږ واقعیا د نازیانو راهیسې داسې څه نه دي لیدلي.»
وروستۍ څېړنې
د جنګي جرمونو نړیوالې څارنوالۍ زیاتوي، شواهد ښيي: «له پټو پولیسو نیولې تر کوڅو او کورونو یې خلک ورک کړي، د زندان ساتونکو او تحقیق کوونکو پورې چې په لوږې او شکنجه یې وژلي، د لاریو چلوونکو او بلدوزرانو پورې چې خپل جسدونه یې پټ کړي، په زرګونو خلکو په دې وژونکي ماشین کې کار کاوه.»
هغه وايي چې هغه اوس د دولتي ترهگرۍ د جوړښت په اړه خبرې کوي چې د «مرګ پر ماشین» بدل شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې پر بشارالاسد او پلار یې حافظ اسد چې تر ده مخکې د سوریې ولسمشر و او په ۲۰۰۰ کال کې مړ شو، له اوږدې مودې راهیسې د بشري حقونو ډلو او حکومتونو په جوړښت کې دننه د «ډله ییزو اعدامونو په ګډون د پراخو غیر قانوني وژنو»او د دغه هیواد زندانونه او د سوریې د خلکو پر ضد د کیمیاوي وسلو په کارولو تورن دي.
خو بشارالاسد چې دمشق ته د یاغیانو په لاس له سقوط مخکې مسکو ته وتښتید، په وار وار د خپل حکومت له خوا د بشري حقونو سرغړونې رد کړي او خپل مخالفین یې افراطیان بللي دي.