نړۍ

روسیه د نوي ستراتیژیک توغندیو جوړښت سره د بالستیکي وسلو زېرمې پیاوړې کوي

انځور له رویټرز

د روسیې د ستراتیژیکو توغندیو د ځواکونو قوماندان سرګي کاراکایف وايي، هېواد یې د نوي ستراتیژیک توغندیو په جوړښت سره د خپلو بالیستیکي وسلو زېرمې پیاوړې کوي، او د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو پلان لري او ښايي د مخ پر ودې بهرنیو ګواښونو په ځواب کې خپلې ازموینې زیاتې کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د روسیې د ستراتیژیکو توغندیو د ځواکونو قوماندان دې ته په ځواب کې چې د روسیې امنیت ته د ګواښ په صورت کې به ځواب ورکړي ويلي، هېواد یې د نوي سیسټمونو د ازموینې د یوې برخې په توګه د اوږد واټن ویشتونکو ازموینو پلان لري.

هغه د روسیې د دفاع وزارت له رسمي ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: «د سرعت له پلوه داسې ځای نشته چې زموږ توغندي ورته ونه رسېږي.»

سرګي کاراکایف وايي، که بهرنی ګواښونه زیات شي روسیه ښايي د خپلو پرمختللو توغندیو د ازموینو شدت زیات کړي.

ښاغلي کاراکایف د لومړي ځل لپاره په عامه توګه تایید کړه چې روسیه د اوسینا په نوم یو نوی بین البراعظمي بالستیک توغندي سیسټم د پراخولو په حال کې ده، ښاغلي کاراکایف وویل چې د اوسینا جګړې او یو شمېر نوي توغندیو سیسټم معرفي کول لومړیتوب دى.

هغه همداراز د جزئیاتو له څرګندولو پرته وویل چې روسیه د اورشینیک په نوم د خپل نوي منځني واټن هایپرسونیک بالیسټیک توغندیو ته ورته د توغندیو سیسټمونو پراختیا بشپړوي.

په عین حال کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ وویل چې روسیه به ډیر ژر ډله ایز تولید ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې د نومبر په میاشت کې د کییف له خوا د روسیې پر ضد د امریکا او برېټانيې د توغندیو د کارولو په غبرګون کې پر اوکراین برید وکړ.

کاراکایف وویل، «د روسیې د وسلو د پراختیا نوی پروګرام به د روسیې د ستراتیژیکو بریدونو د وسلو د پراختیا لپاره مختلف غواروي په پام کې ونيسي، او په ٢٠٢٦کال کې د هېوادونو ترمنځ د اټومي وسلو د نوي سټارټ تړون له پای ته رسېدو وروسته به د متحده ایالاتو لخوا ورته اقدامات په پام کې ونیسي.»

هغه زیاته کړه چې روسیې د امریکا لخوا د ورته اقداماتو په ځواب کې د نوي سټارټ تړون له پای ته رسېدو وروسته د ځای پرځای شوي توغندیو دشمیر زیاتول رد نه کړ. مسکو او واشنګټن یو بل ته د آى سي بي اېم اېس او د اوبتل څخه لانچ شوي بالستیک توغندیو د ازموینې په اړه ٢۴ ساعته خبرداری ورکړى دى.

د یادولو وړ ده چې روسي رسنیو د روان کال په اکټوبر میاشت کې راپور ورکړی و چې مسکو به د سټارټ تړون بل تړون، چې د سړې جګړې د پخوانیو زبرځواکونو ترمنځ د اټومي وسلو د سیالۍ ورو کولو او په شمېر باندې د تایید وړ محدودیتونو په لګولو سره د روڼتیا د زیاتولو لپاره د هڅو وروستۍ پاتې برخه ده. لاسليك نه کړي.

په همدې حال کې د روسیې د ستراتیژیکو توغندیو د ځواکونو قوماندان وايي چې د روسیې د وسلو پروګرام د دې ډاډ ورکوي چې د دغه هېواد ستراتیژیک توغندیز ځواکونه په ګرځنده توغندیو سمبال دي.