افغانستان

امریکا حقاني شبکې ته نږدې يو کس په ۳۰ کاله بند محکوم کړ

انځور له رویټرز

د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د امریکا متحدو ایالاتو عبدالستار عبدالمناف چې په عبدالستار بارکزي مشهور دی، امریکا ته «د هیروینو د قاچاق او د طالبانو په ګټه د نشه يي توکو او ترهګريزو فعاليتونو» په تور په ۳۰ کاله بند محکوم کړ.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «عبدالستار بارکزي هڅه کوله، چې د هیروینو یوه کښتۍ نیویارک ته د وېش لپاره ولېږدوي، څو حقاني شبکې ته ګټه ورسوي.»

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دا سړی د منصفه هٸيت د محاکمې دوه اونیو وروسته «مجرم» وپېژندل شو چې د روان کال په اګست کې پای ته ورسېده.

ياده دې وي، د امریکا د خزانې وزارت لخوا د ۲۰۱۲ زيږديز کال په جون میاشت پر عبدالستار بارکزي «د طالبانو لپاره د پیسو د سپمولو یا لېږدولو» له کبله بندیز ولګاوه.

د طالبانو په تمویل کې د عبدالستار بارکزي رول

د دغه خبرپاڼې له مخې د امریکا د خزانې وزارت ویلي: مناف (عبدالستار بارکزي) په افغانستان کې د هغوی د فعالیتونو د ملاتړ په خاطر له طالبانو سره په زرګونو ډالره مرسته کړې، مالي مرستې یې پرې وېشلې دي او له طالبانو سره د ائتلافي ځواکونو په وړاندې په جګړه کې مرسته کړې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې عبدالستار بارکزی چې ۵۹ کلن دی، د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې هڅه وکړه چې په زیاته اندازه هیروٸین امریکا ته وارد کړي. هغه طالبانو ته د خپلو هیروینو د قاچاق د ملاتړ لپاره ګټې ورکولې او هڅه یې کوله چې د حقاني شبکه چې «د طالبانو یوه تاوتریخجنه ډله ده» په مالي توګه تمویل کړې ده

دغه وزارت وايي مناف په ځانګړې توګه، په مخامخ ناستو، ټېلېفوني ثبت شويو خبرو کې برخه اخیستې او له پنځو هغو کسانو سره چې ګومان کېږي د نشه يي توکو د قاچاق له یوې نړیوالې ادارې سره تړاو لري، برېښنايي اړیکې ټينګې کړې دي.

د دغه وزارت په وینا، په دغو ناستو کې عبدالستار بارکزي له امریکا متحده ایالاتو ته د هیروینو د لويو تولیداتو په واردولو کې مرسته کړې او په دې اعتراف یې کړی چې د نشه يي توکو د دغه قاچاق د عاید یوه برخه به طالبانو او حقاني شبکې ته ورکول کېږي.

خو ياد وزارت زیاتوي چې د دغو کسانو له ډلې څلور یې په اصل کې « محرمې سرچینې» او پنځم يې پټ عامل و.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي: «حقاني شبکې او طالبانو په افغانستان کې د امریکا او ایتلافي ځواکونو په ګډون د امریکا د ګټو پر ضد په عامه توګه ترهګریز اعمال ترسره کړي دي. د ٢٠١٨کال په اګست کې، مناف په افغانستان کې يو سي ته د هیروٸنو لس کیلوګرامه بار وپلورل، وروسته له دې چې يو سي مناف ته وویل چې هیروٸين به بالاخره په نیویارک کې د پلور لپاره متحده ایالاتو ته وارد شي. مناف په مکرر ډول يو سي ته ويلي چې د دې لس کیلوګرامه بار وړلو په بدل کې یې طالبانو ته پیسې ورکړې او راپور یې ورکړ چې د طالبانو درانه وسله وال غړي به د مناف او يو سي لپاره د هیروٸينو راتلونکي لېږد ساتي او ولیږدوي.

د امریکا د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، د ۲۰۱۸ کال په اګست کې، مناف د پیسو د لېږد د سوداګرۍ له لارې هغو کسانو ته د نشه یي توکو د پیسو د لیږد اسانتیاووې برابرې کړې چې د حقاني شبکې غړو ورته سپارښتنه کړې وه. مناف وروسته هوکړه وکړه چې متحده ایالاتو ته د واردولو لپاره يو سي ته زر کیلو ګرامه هیروٸن وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عبدالستار بارکزی په داسې حال کې چې په نیویارک کې د قضیې په تړاو محاکمې ته په انتظار وو، په افغانستان کې د خپلې کورنۍ غړو ته امر کړى، چې یوه سرچینه چې د هغه د جرمونو شاهد و، اړيکه ونیسي او ګواښ ورته وکړي ترڅو خاموشه يې کړي.

خبرپاڼه کې راغلي:« د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ او مارچ په میاشت کې له زندان څخه د ثبت شویو ټېلېفوني اړيکو په لړ کې، مناف خپلو وروڼو ته امر کړى چې سرچینه د مناف کورنۍ کور ته راوړي، او هغه دې آن د یوې دقیقې لپاره هم نه پرېږدي. د سرچینې ټېلېفون واخلي او تحویل یې کړي. د مناف وروڼو لکه څنګه چې هغه امر وکړ. دوی په افغانستان کې سرچینه د ټوپک په زور وتښتوله او پر وژلو يې وګواښله.»

دا په امريكې حال کې ده، چې د امریکا د عدلیې وزارت وايي، چې عبدالستار بارکزی د زندان تر څنګ په پنځه کاله نظربند محکوم شوی او له «جرمونو» څخه لاسته راغلي عوايد يې په مصادرې کولو محکوم شوي دي.