د افغانستان د آزادو او ګریګورمن غیږنیونې ټیمونو د«ابراهیم مصطفی»جام سیالیو په پایلوبه کې د غیږ نیونې په برخه کې د دغه سياليو اتلولۍ خپله کړه.
دغه سیالۍ د مصر په پلازمېنه قاهره کې د «ابراهیم مصطفی جام» تر عنوان لاندې ترسره شوې او د پکې د اتو هېوادونو ورزشکارانو له یو بل سره سیالي وکړه.
په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه څلور ورزشکارانو د آزادې غيږ نيونې، پنځو ورزشکارانو په ګریګورمن سبک او درېیو روزونکو برخه اخیستې وه.
د افغانستان د آزادې غيږنيونې او ګریګورمن سبک ورزشکارانو په دغو سیالیو کې دوه د سرو زرو، یو د سپینو زرو او دوو نورو د برونزو مډالونه وګټل.
مقيب الله نظامي په ۵۷ کیلو ګرامه وزن کې او عبدالله محمدي په ۷۹ کیلو ګرامه وزن کې د فری سټایل په غیږنيونې نې د خپلو درېیو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه خپل کړل.
په دغو سیالیو کې زید صالحي په ۷۴ کیلو ګرامو کې د سپینو زرو مډال، فرهاد ملکزاده په ۸۶ کیلو ګرامه آزاده غيږ نيونې کې او احمد شعیب د ۸۷ کیلو ګرامو کې په ګریګورمن سټایل کې د برونزو مډالونه وګټل.