د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو سره هم مهاله، یو شمیر افغان سیاسي شخصیتونو په ښکاره توګه طالبانو ته د استبدادي پایلو او د خلکو د ارادې له پامه غورځولو په اړه خبرداری ورکړ.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني رئیس عبدالکریم خرم ټینګار کړى چې د سوریې داخلي کړکېچ د افغانستان لپاره یو درس دی.
هغه پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي: «د سوریې وضعیت وښوده چې داخلي نارضايتي باید له حل پرته پاتې نه شي. لومړی باید حکومت له خپلو خلکو سره سوله وکړي. په ۲۰۰۱ کال کې د بن له کنفرانس وروسته په افغانستان کې هم دا مساله له پامه غورځول شوې وه او په دې بهیر کې هم مخالفين له دې بهيره ووېستل شول.»
د افغانستان پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي هم په یوه یادښت کې لیکلي دي: « استبدادي او انحصار غمجن پای لري. خو دا غمجن پای نه یوازې د مستبدانو لپاره وي؛ بلکې عام له خلکو هم قرباني اخلي.»
هغه زیاته کړې: «د خلکو سیاسي شعور او پوهه کولای شي د ظلم شیطاني دوره بدله کړي.»
د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل خبرداری ورکړى چې په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان خلک متن څنډې ته شوي دي.
هغه لیکلي: «نړیوال مشروعیت هغه وخت ممکن دی چې کورنی مشروعیت ترلاسه شي. اوس مهال د خلکو مشروع غوښتنې له پامه غورځول شوي او د حکومت او ملت تر منځ لوی واټن رامنځته شوی دی.»
د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو سقوط د بشارالاسد د رژيم له نسکورېدو سره پرتله کړ.
هغه په یوه یادښت کې لیکلي دي: «په سوریه کې د خلکو د خوښۍ جشن په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له نسکوریدو وروسته د افغانستان د خلکو له خوښیو سره ډېر ورته والی لري. دا خوښي به بېرته راشي، خو د طالبانو د شړلو طریقه او د ځای ناستي نظام به بدل وي.»
طالبان ادعا کوي چې د دوی حکومت د خلکو غوښتنو ته پام کوي. خو د ټولنيز او بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو د تړلو او له ټولنيزو ډګرونو د ښځو د ايستلو په پرېکړو سره د خلکو د خوښې خلاف عمل کړی دی.
یوه خبریال، ظاهر بهاند په دې اړه وویل: «د طالبانو حکومت په تیرو درېیو کلونو کې خلکو ته له دردونو پرته بل څه نه دي راوړي او لا هم ټولګډونه جوړښت نه لري.»
یوې ټولنیزې فعالې، بنفشه ظفري څرګنده کړه: «د طالبانو د حکومت جوړښت د ځان د خدمت او ملتپالنې او انزوا ته د دوام ورکولو لپاره جوړ شوی دی او خلک په دې حکومت کې هیڅ رول نه لري.»
د بشارالاسد له نسکورېدو او په سوریه کې د هغه د کورنۍ له پنځو لسیزو څخه د زیاتې واکمنۍ له پای ته رسېدو سره سم، افغان شنونکي او سیاستوال دا پېښه طالبانو ته یو جدي خبرداری ګڼي.