پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د تحریک انصاف ګوند نور مشران په راولپنډۍ کې د پوځ پر مرکزي دفتر د دغه ګوند د پلویانو د لاريونونو پر مهال د برید په تړاو په یوه قضیه کې تورن شول.
دا لاریونونه وروسته له هغې وشول چې عمران خان د تېر کال د مې په نهمه د فساد په یوه قضیه کې ونیول شو.
عمران خان چې د ۲۰۲۳ کال د اګست له میاشتې راهیسې په اډیاله زندان کې بندي دی، د جنورۍ په میاشت کې د راولپنډۍ پولیسو د مۍ میاشتې د لاريونونو د قضیې په تړاو نیولی و.
پولیسو په راولپنډۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې له حکم وروسته د عمران خان مرستیال عمر ایوب او د پنجاب د قانون پخوانی وزیر راجا بشارت هم نیولي دي.
د دغې محکمې قاضي امجد علي شاه د پاکستان د تحریک انصاف څو مشران او پلویان په همدې قضیه کې تورن کړل.
ډان نیوز د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د عمر ایوب خان، راجا بشارت او احمد چتها نیول شوي کسان د اټک پولیسو ته سپارل شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې سرچينې زياته کړې چې نيول شوي درې واړه مشران د پوليسو ليکو ته وړل شوي او له هغه ځايه به يې د اټک سيمې د پوليسو له خوا استول شوي ټيم ته سپارل کېږي.
د له ضمانت پرته د بشرا بي بي د نيول کېدو پاڼه
بلخوا د قاضي شاه رخ ارجمند په مشرۍ ځانګړې محکمې د بلګاري د جواهراتو ټولولو په تړاو د توشيه خانې په قضیه کې د عمران خان د مېرمنې بشرې بي بي له ضمانت منلو پرته د نيولو امر صادر کړى دى.
د نيولو دغه حکم د محکمې په غونډو کې د هغه د پرله پسې غير حاضرۍ له امله صادر شوى دى.
د نیولو دغه امر ځانګړي څارنوال ذوالفقار نقوي صادر کړي دى. هغه استدلال وکړ چې د بشری بي بي د نه شتون له امله محاکمه تر نامعلومې مودې پورې نه شي ځنډېدلي، او زیاته یې کړه چې هغه د ضمانت وروسته له لسو څخه یوازې دوو جلسو ته حاضره شوې ده.
په ورته وخت کې د بشرا بي بي د بشري حقونو مدافع وکیل عثمان ګيل ډاډ ورکړی چې د محاکمې په بهیر کې به پوره همکاري وکړي.