ښځې

رينا اميري: د بشري حقونو ته له لومړيتوب پرته له طالبانو سره خبرې ناشونې دي

رینا امیري، د افغانستان د بشري حقونو اوښځو په چارو کې د متحده ایالاتو استازې

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د طالبانو وروستی فرمان د افغان ښځو د بشپړ له منځه وړلو ګواښ کوي.

د هغه په ​​وينا، د بشري حقونو ته له لومړيتوب ورکولو پرته لرې ده چې له طالبانو سره خبرې د «افغان وګړو او نړيوالې ټولنې» غوښتنو ته د ځواب ووايي.

رینا امیري ویلي دي چې د طالبانو نوی فرمان چې ښځې په طبي انسټيټيوټونو کې له زده کړو منع کوي، د میندو له پاملرنې او ژوند ژغورونکي روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي څخه محروموي.

هغې پر اېکس لیکلي: «د ښځینه ډاکټرانو د روزنې مخنیوی او د نارینه ډاکټرانو له خوا د ښځو او نجونو د درملنې مخنیوی غیر انساني او غیر منطقي دی. دا پالیسي پر هرې مور، هر ماشوم هلک او نجلۍ او د افغانستان پر راتلونکي اغی،ېزه کوي.»

رينا اميري همداراز وايي، چې طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې د افغان ولس هيلې او د نړيوالو فشارونو له پامه غورځولو سره جنسيتي تبعيض ته لمن وهلې ده.

د افغان ښځو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په وینا، طالبانو ښځې د ادارې له ټولو اړخونو، تولید، تحرک، تعلیم، په عامه فضا کې له ګډون، د ملاتړ میکانیزمونو ته د لاسرسي او أن په عمومي فضاء کې د خبرو له وړتیا څخه بې برخې کړي دي.

هغه وايي چې د طالبانو «ناوړه» حکمونه د جنسیت پر بنسټ سیستماتیکي ناوړه ځپنه ده او د ټولو افغانانو امنیت او هوساینه ګواښي.

آغلې امیري زیاته کړه: «د طالبانو تګلارې او بې ځنډه فرمانونه د دې ښکارندويي کوي چې دوی د افغانستان نړیوالو ژمنو ته د درناوي اراده نه لري.»

طالبانو د دې اونۍ په پیل کې د افغان نجونو او ښځو پرمخ ټول طبي انسټيټيوټونه وتړل.

دغه بندیز د افغانستان دننه او بهر له توندو غبرګونونو سره مخ شو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېسيون ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو پر طبي زده کړو د طالبانو بندیز باید لغوه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېسيون ویاندې روینا شمداساني د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړه چې دا بندیز د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو یو بل مستقیم ګوزار دی.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وايي، د طالبانو دا پرېکړه د دوی د «تبعیضي اعمالو» د یوې اوږدې لړۍ وروستۍ لړۍ ده چې د پوهنې، کار او نورو چارو په برخه کې یې ښځې او نجونې په نښه کړي او د دغه هېواد راتلونکی یې ویجاړ کړی دی.