نړۍ

د اوربند له پیلېدو وروسته جنوبي لبنان ته د زرګونو کسانو بېرته ستنېدل

وروسته له هغه چې اوربند د اسراٸیلو او حزب الله ترمنځ په وروستیو کلونو کې ترټولو خونړۍ نښتې پای ته ورسولې، په زرګونه لبناني ولسي وګړي د چهارشنبه په سهار د لبنان په سویل کې خپلو کورونو ته ستانه شول.

دا اوربند له څه باندې یو کال راهیسې د شخړو وروسته چې په وروستیو میاشتو کې یې شدت موندلی و او له یو میلیون څخه زیات خلک یې بې ځایه کړي وو، په سیمه ییز وخت د سهار په ۴ بجو پلي شو.

د اوربند له پیل څخه په څو ساعتونو کې د اسراٸیلو پوځ په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړى. هغه بریدونه، چې په وروستیو اونیو کې یې شدت موندلی، د پراخې ویجاړۍ لامل شوی، د حزب الله څو مهم قوماندانان یې وژلي، او د دې ډلې د وسلو د زېرمو یوه مهمه برخه یې ویجاړه کړې ده.

حزب الله چې ایران يې ملاتړى بلل کېږي په لبنان کې یو پیاوړی سیاسي ګوند هم دی، د لبنان له حکومت څخه په خپلواکه توګه فعالیت کوي. د اوربند تړون چې د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب شوی، په سیمه کې د ثبات د راوستلو او د اسرائیلو پولو ته څېرمه د حزب الله د پوځي حضور د محدودولو لپاره طرح شوی دی.

د اوربند د هوکړې جزٸيات

ټاکل شوې د لبنان د موقت حکومت کابینه د چهارشنبې په ورځ په رسمي توګه د دې هوکړې د تصویب لپاره غونډه وکړي.

د دې تړون شرایط:

اسراٸيلي ځواکونه به په راتلونکو ۶۰ ورځو کې په تدریجي ډول له جنوبي لبنان څخه وځي.

په مقابل کې حزب الله له پولې سره نږدې د خپلو پوستو له جوړولو منع شوی دی.

د لبنان پوځ به په دې سیمه کې نور پوځیان هم ځای پر ځای کوي.

د هوکړې په اړه د اسراٸیل دریځ

د اسرائیلو لومړي وزير بنیامین نتانیاهو د سه شنبې په شپه اوربند تایید کړ او د هغې د ستراتیژیکو ګټو په اړه يې خبرې وکړې.

هغه دغه تړون د اسرائیلو د دفاع د پياوړتیا او د اسرائیلو د اصلي سیمه يیز سیال، ایران پراخ ګواښ ته د تمرکز لپاره یو فرصت وباله. نتانیاهو په غزه کې چې اسراٸیل لاهم د حماس سره پکې په جګړه کې دی، او د حزب الله يې نږدې متحد دی، د جګړې دوام ته هم اشاره وکړه.

دغې جګړې په وروستیو میاشتو کې تر یو میلیون ډېر کسان بې ځایه کړي دي. که د اوربند تړون دوام ومومي، نو ددې سیمې لپاره به یوه ټاکونکې شېبه وي چې له کلونو راهیسې د جګړې او نازکې سولې په دوره کې ښکېله وه.