نړۍ

امریکا او فرانسه په لبنان کې د اوربند د تطبیق څارنه کوي

یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی رویټرز ته ویلي چې امریکا او فرانسه به د ملګرو ملتونو له سوله ساتو ځواکونو سره یوځای شي او د لبنان له پوځ سره به د احتمالي اوربند د سرغړونو د مخنیوي لپاره همکاري وکړي. خو د امریکا جنګي ځواکونه په لبنان کې نه ځای پر ځای کېږي.

له بلې خوا، د بایډن د ادارې د ملي امنیت سلاکار جان فاینر، سي اېن اېن ته په دې ټینګار سره چې واشنګټن به د هوکړې هر ډول سرغړونې ته پام وکړي، وویل: «د دې هوکړې پلي کول به مهم وي، او موږ د هر هغه څه مخالف یو چې دواړه لوري د هغه څه د ګډوډولو هڅه وکړي چې نن يې د پروسې د يوې برخې په توګه پرې هوکړه کړې ده، ډیر محتاط یو.»

په لبنان کې اوربند

د لبنان د حزب الله او اسراٸيلي پوځ تر منځ اوربند نن (چهارشنبه، د ليندۍ ۷) په ځايي وخت د سهار په ۴ بجو پيل شو او د امريکا ولسمشر جوبايډن د سه شنبې په ورځ وويل چې دواړه لوري به د امريکا او فرانسٸ په منځګړيتوب شوې هوکړه منلې ده.

دا هوکړه د اسراٸیل او لبنان په پوله کې د جګړې پای ته رسولو ته چې تیر کال يې د غزې د جګړې له پیل راهیسې زرګونه کسان ووژل، لاره هواروي.

دغه هوکړه د سه شنبې په ورځ د اسرائیلو د امنیتي کابینې له خوا په لسو رایو همغږو او یوې منفي رایې تصویب شوه.

بايډن په سپينه ماڼۍ کې د سه شنبې ورځې په وینا کې وویل چې اوربند د تل لپاره د دښمنۍ پای ته رسولو لپاره طرحه شوی. د حزب الله او نورو “ترهګریزو سازمانونو” پاتې شوني به اجازه ونه لري چې یو ځل بیا د اسراٸیل امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

د اوربند د تړون د تطبیق څرنګوالى

د امریکا ولسمشر ويلي چې اسراٸيل به په تدریجي ډول د لبنان د اردو لخوا د اسراٸيلو سره ددغه هېواد پولې ته له نږدې سیمو څخه په ٦٠ ورځو کې خپل ځواکونه وباسي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې حزب الله هلته خپل زېربنا بیا نه رغوي.

هغه وايي، «د دواړو غاړو ملکي وګړي به ډېر ژر وتوانېږي چې په خوندي توګه خپلو ټولنو ته ستانه شي.»

غبرګونونه

د اسراٸیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي دي چې اوربند دغه هېواد ته اجازه ورکوي چې د ایران ګواښ ته پام وکړي او د اسراییلو پوځ ته هم فرصت ورکوي چې آرام او خپل چمتووالی بشپړ کړي او حماس منزوي کړي.

په داسې حال کې چې حزب الله په رسمي ډول د اوربند په اړه څه نه دي ویلي، خو د لبنان یوه جګپوړي چارواکي حسن فضل الله د دغه هېواد لجديد ټلوېزیون ته ویلي، که څه هم د لبنان د حکومت د واکونو د غځولو ملاتړ کوي؛ خو دا ډله به نوره هم قوى له جګړې څخه راووځي.

ایران چې د لبنان د حزب الله ملاتړى بلل کېږي، د ياد اوربند په اړه څه نه دي ویلي.