تفریحی

په اسلام آباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د سفارت چارې يوې ورځې لپاره وځنډول شوې

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا پر مخ وړل کېږي، ویلي چې په پاکستان کې د روان وضعیت له امله يې چارې نن (دوشنبه، ليندۍ ۵مه) د يوې ورځې لپاره وځنډول شوې او هېڅ ډول خدمات نه وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په پاکستان کې زرګونه کسانو چې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویان دي، له زندانه د نوموړي د خوشې کولو لپاره پراخ لاريونونه پیل کړي دي.

لاريونونه

که څه هم پاکستاني رسنیو راپورونو کې د دغه هېواد د پارلمان مرکزي دفتر ته څېرمه د دغو اعتراض کوونکو د راغونډېدو ځای بللى دى؛ خو امنیتي ځواکونو او پاکستاني پولیسو د یکشنبې په ورځ اسلام آباد ته غځېدلې لویې لارې د کانټینرونو په اېښودلو سره بندې کړې دي.

د پاکستان پولیسو د دغو لاريونوالو لاریون د «قانون خلاف» بللی او د دغه هېواد پلازمېنې ته د غځېدلو لارو د بندولو موخه یې د عمران خان د پلویانو د نفوذ مخنیوی ياد کړى دى.

د سیاسي بې ثباتۍ په اړه اندېښنې

د اسلام آباد اوسېدونکو د دغه هېواد پر ثبات او اقتصاد د سیاسي ناکراریو د اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دا لاريونونه په داسې حال کې کېږي، چې د عمران خان د نيول کېدو له امله په پاکستان کې سياسي ترينګلتيا ډېره شوې او د تحريک انصاف ګوند او واکمن حکومت ترمنځ اختلافات اوج ته رسېدلي دي.

دغه سیاسي کړکېچ د پاکستان پر کمزوري اقتصاد چې دا مهال د لوړ انفلاسیون او د ملي اسعارو د ارزښت له ټیټوالي سره لاس او ګرېوان دی، ډیر فشار راوړی دی.

په داسې حال کې چې حکومت هڅه کوي د لاریونونو وځپي، مخ په زیاتېدونکي ناکرارۍ د پاکستان مشرتابه ته عمومي نارضايتۍ د رفع کولو او سیاسي ثبات بيا راستنولو لپاره لوی ننګونې رامنځته کوي.