د لبنان په پلازمېنه بېروت کې پرون (شنبه، ليندۍ۳مه) د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول.
د رویټرز په وینا، دا برید د اسراٸیل او حزب الله ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د بېروت په مرکز کې تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي.
په دغه برید کې د بېروت په مرکز کې یوه اته پوړیزه ودانۍ د څلورو توغندیو په وسیله په نښه شوه. ځینې دغه توغندي چې د ځمکې لاندې اهدافو د له منځه وړلو لپاره ډیزاین شوي، مخکې د حزب الله د مشرانو په وړاندې په بریدونو کې کارول شوي دي.
د لبنان د پارلمان استازي او د حزب الله غړي امین چري ویلي دي چې د برید پر مهال د دغې ډلې هیڅ یو مشر په دغه ودانۍ کې موجود نه و.
د اسرائیلو پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
چاودنه په ځايي وخت سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې، چې له امله يې په ياد ځای کې ژوره کنده رامنځته کړې ده.
په نښه شوې سیمه چې د قیمتي ډبرو د پلورنځیو له امله مشهوره ده، اوس په خټو پوښل شوې او د قربانیانو د لټون عملیات روان دي.
د لبنان په نورو سیمو بریدونه
د بېروت پر مرکز د برید سربېره د بېروت په شمال ختیځ کې د چمسار او بودای په کلیو او د بیقاع دره سیمه کې د اسرائیلي پوځ په هوایي بریدونو کې د څلورو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه دیارلس تنه وژل شوي دي.
د لبنان په جنوب کې د روم په کلي کې پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. دا بریدونه د لبنان مختلفو سیمو ته د شخړو د پراخیدو ښکارندويي کوي.
له بلې خوا اسرائیلو هم په حمص ولایت کې د سوریې او لبنان تر منځ د پولې یوه دروازه په نښه کړې ده. دا پوله چې ویل کیږي د حزب الله لخوا د سرتېرو او وسلو د لېږد لپاره کارول کېږي په دې وروستیو کې څو ځله پرې بریدونه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د اسرائیلو بریدونو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په لبنان کې لږ تر لږه ۳زره۶۷۰ کسان وژلي دي.
وړاندې شوي احصایې، چې په ښکاره ډول د سرتېرو او ملکي وګړو ترمنځ پکې مشخص توپیر نه شته، د لبنان په نفوس باندې د دغو جګړو سخت اغېز ښیې.