افغانستان

پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د یوې نړیوالې غونډې غوښتنه وکړه

انځور له آرشیف

پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کې د افغان کډوالو په چارو کې د دغه هېواد عالي کمېشنر محمد عباس خان د سه شنبې په ورځ (لړم ۲۹مه) په افغانستان کې د افغان کډوالو د داوطلبانه راستنېدو او مېشتېدو په اړه د ننګونو د څېړلو په موخه د یو نړیوال څو اړخیزې غونډې د جوړولو وړاندیز وکړ.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي دغه وړاندیز په اسلام آباد کې د سیمه ییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا د «افغان کډوالو د راستنېدو او بیا مېشتېدو په برخه کې ننګونې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې وکړ.

په دې کتنه کې ښاغلي عباس خان د ونډو د زیاتولو او د افغان غوښتونکو د منلو بهیر ګړندۍ کولو ته د لوېدیځو هېوادونو د هڅولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه یادونه وکړه چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په عالي کمیشنرۍ کې د ثبت شویو شاوخوا ٦٠٠زرو افغانانو د بیا میشتیدنې غوښتنلیکونو څخه یوازې ٨زره غوښتنلیکونه پروسس شوي چې د هغه په ​​​​وینا، «ډیر غیر واقعي» دی.

د افغان کډوالو په چارو کې د پاکستان عالي کمېشنر زیاتوي چې هېواد ته د افغان کډوالو په داوطلبانه ستنېدل له ګڼو ننګونو سره مخ دي چې پکې د افغانستان د جذب محدود ظرفیت او ناکافي زیربنا شامل دي.

نوموړي د دې مسئلې پر ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي اړخونو هم رڼا واچوله او په افغانستان کې یې د خوندي چاپېریال او پانګونې د رامنځته کولو غوښتنه وکړه، تر څو دوامداره ستنېدنه ممکنه کړي.

هغه وویل چې پاکستان له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر ۴ میلیونو ډېر افغان کډوال هېواد ته ستانه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد ډیری کډوال په پاکستان کې زیږېدلي او لوی شوي او د هیواد په اقتصادي، تعلیمي او روغتیایي خدماتو پورې تړلي دي.

خو پاکستاني رسنۍ وايي، چې د دغه نفوس ۷۰ سلنه (کډوال) تر ۳۰ کلونو کم عمر لري او د افغانستان په بیارغاونه کې اغېزمن رول لوبولی شي.

په پاکستان کې زېږېدلو کډوالو ته د پاکستان د تابعیت د اسنادو د نه ورکولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې محمد عباس خان وویل چې افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې له پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په درې اړخیزه تړون کې له دې کار سره مخالفت کړی و.

د افغان کډوالو په چارو کې د پاکستان عالي کمېشنر همداراز وايي چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې په دغه هېواد کې د بې اسناده کډوالو د راستنېدو بهیر له پیل راهیسې تر ۶۰۰ زرو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه ټینګار کوي چې د ستنیدو په اړه هر ډول پریکړه باید د افغانستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېسيون په ګډون د نړیوالو شریکانو په ګډون وشي.