ساینس او ټکنالوژي

یو روباټ څنګه کولی شي انسان ته ورته رفتار سره موږ تېر باسي؟

آیا انسان په غریزي  ډول کولی شي پوه شي چې له یوه انسان سره په اړیکه کې دی که له یوه رباټ سره؟

ایټالیا کې څېړونکي وايي چې موږ کولی شو د نورو کسانو رفتار وپېژنو، خو آیا یو ماشین کولی شي ددې چلند تقلید وکړي؟

د ایټالیا د ټکنالوژۍ په موسسه کې د انسان او روباټ د تعامل په برخه کې د ټولنیزې پېژندنې برخې رئیس پروفیسر اګنیسزکا ویکوسکا وايي: «ددې څېړنې تر شا چې کومه پوښتنه ده، له کلونو راهیسې ورته زه فکر کوم دا ده چې څه شی له موږ څخه انسان جوړوي؟ د انسان په رفتار کې داسې څه شته چې نور موږ انسان بولي؟»

په دې ازمایښت کې هغه داوطالبان شامل و چې د انسان ډوله روباټ(iCub)  خواسته ناست وو او یوه تکمه یې هغه وخت وهله چې پر سکرین یو شین رنګه مکعب راڅرګندېده. په داسې حال کې چې روباټ همدغه کار هغه وخت ترسره کاوه چې سور رنګ به راڅرګند شو. خو څه چې دغو داوطالبانو ته نه وو ویل شوي دا وه چې آیا د روباټ ځواب مخکې له مخکې پروګرام شوی و، که د چا لخوا چې په بله خونه کې ناست و، په ژوندي ډول اداره کېده.

څه چې دوی وموندل دا وو چې که یو روباټ د انسان په څېر یوه ځانګړنه وښيي، لکه د ځواب ورکولو وخت کې توپیر، نو ګډون کوونکي نه پوهېدل چې آیا له یوه انسان سره په اړیکه کې دي که له روباټ سره.

ښاغلي ویکوسکا وویل: «زموږ څېړنې ښيي چې کله روباټ په یوه بله خونه کې د انسان لخوا کنټرولېږي، ګډونوال پوهېدل چې روباټ د یوه انسان لخوا کنټرولېږي.»

دغو څېړونکو وړاندې ښوولې وه چې د عجیبې درې په نوم یوه روباټ سره د سترګو اړیکې ټینګولو ناراحته کوونکې تجربه، په عمل کې تر یوه احساس اوښتی کار دی.

دغه ټیم وښوده چې یو روباټ څنګه کولی شي موږ تېر باسي ترڅو فکر وکړو چې په یوه ټولنیز تعامل کې یو او زموږ د تصمیم نیونې پر وړتیا اغېز کوي.