سویلي آسیا

په جنوبي وزیرستان کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان ځايي مشر په یوه چاودنه کې ووژل شو

Pakistani forces. File photo.

د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي وزيرستان کې پرون ماښام (يکشنبه، لړم ۲۷مه) په يوه چاودنه کې د جمعيت علما اسلام پاکستان ځايي مشر مفتي عزالحق ووژل شو او پنځه نور ټپيان شول.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، چاودنه د جنوبي وزیرستان د اعظم خان ورسک په سیمه کې یوه جومات ته څېرمه هغه مهال وشوه، چې لمونځ کوونکي له لمانځه وروسته له دغه جومات څخه د وتلو په حال کې وو.

د پاکستان پولیسو ویلي دي چې پېښه د لرې کنټرول شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د يادونې ده، چې په دې چاودنه کې د دغه جومات امام شهزاده وزير هم ټپي شوى او روغتون ته لېږدول شوى دى.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دې پېښې ټپیان د جنوبي وزیرستان د وانا په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. خو په دې پيښه کې ددوو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى او د دېره اسماعيل خان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د عظم ورسک د پولیسو قوماندان عثمان وزیر ویلي، چې نامعلومو کسانو جومات ته څېرمه بم ځاى پرځاى کړى و چې موخه یې شهزاده وزیر و.

دا په وروستیو ورځو کې په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پر سیاسي مشرانو او بانفوذه شخصیتونو دویم برید دی.

ياده دې وي چې د جماعت اسلامي د ځايي دفتر مشر محمد حميد صوفي هم د تېرې پنجشنبې په ورځ په د تحصلاتي خار باجوړ سيمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د خیبر پښتونخوا ايالت د درېیو ولسوالیو امنیتي وضعیت، چې په کې جنوبي وزیرستان، لویې وزیرستان او شمالي وزیرستان شامل دي، په تېر یوه کال کې «خراب» شوي دي.

د تاوتريخوالي زياتوالي په دغو سيمو کې د وزير، محسود، داوړ، دوتاڼي او سليمان خېلو ځايي قومونه په وېره کې اچولي دي. دغو قبايلو له فدرالي او ايالتي حکومتونو غوښتي دي چې په جنوبي وزيرستان کې د سولې د ټينګښت لپاره دې ژر تر ژره ګامونه پورته کړي.