افغانستان

د بې پولې خبریالانو سازمان: طالبان له بيا واک ته رسېدو »راهيسې رسنۍ په «وحشیانه توګه ځپي

A media outlet in Nangarhar. File photo.

بې پولې خبریالانو سازمان وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا ستنېدو راهیسې افغان رسنۍ ځپي.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې په خوست ولایت کې د درېيو راډیوګانو بنديدو ته په اشارې له طالبانو غوښتي چې په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې «ظلم او جبر» پای ته ورسوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «طالبانو ټول خپلواک غږونه خاموشه کړي او هیواد یې د وېره له امله خاموشه کړی دی.»

دغه سازمان زیاتوي چې په خوست ولایت کې د رسنیو پر وړاندې د طالبانو له خوا تحمیل شوی ذهنیت «سختېدونکی» دی.

د بې پولې خبريالانو سازمان له طالبانو غوښتي چې «سمدستي» دې په افغانستان کې د راډیو او ټلویزیون د خپرونو «جبري ځنډ» پای ته ورسوي، اطلاعاتو رسونې حق ته درناوی وکړي او په هیواد کې د راډیوګانو د آزادو نشراتو مخه ونیسي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې په خوست کې د رسنيو په ځانګړي ډول راډيوګانو «ځپنه» د هغه څه له امله چې طالبان يې «اخلاقي» بولي، سخت دى.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې طالبانو په خوست ولايت کې د لونګ او ژمن راډيو په ګډون درې راډيوګانې له نشراتو منع کړې او پر فعاليتونه يې بنديز لګولى دى.

په خوست کې د دغو راډيوګانو د بندېدو لاملونه د پروګرامونو په پس منظر کې د موسيقۍ غږول، د ښځو د غږونو خپرېدل او د طالبانو له نوي قانون څخه سرغړونه بلل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال په فبرورۍ مياشت کې طالبانو په خوست ولايت کې د راډيوګانو له لارې د ښځو د غږونو پر خپرونو بنديز ولګاوه او د اکتوبر په ٢٦مه يې په دغه ولايت کې د سيمه ييزو راډيوګانو له لارې د موسيقۍ پر خپرولو هم بنديز ولګاوه.