د قطر او ترکیې مشرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.
په دې خبرپاڼه کې چې په انقره کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې کمېټې د لسمې غونډې په پای کې خپره شوه، په افغانستان کې د ثبات پر تامین ټینګار شوى دى.
ترکيې او قطر همداراز ويلي، چې د افغانانو بنسټيز حقونه مهم دي او د طالبانو له خوا د هېوادوالو په تېره بيا د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو ته له پام پرته بايد درناوی وشي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني زیاته کړې، چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان سره د بشري مرستو د دوام او همغږي
تعامل ته اړتیا ده.
په دغه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان پر دوامداره پرمختګ هم ټینګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو پر هېواد تر واک ټينکولو وروسته، د هېوادوال په ځانګړې توګه ښځوې له اساسي حقونو څخه بې برخې شوي او د طالبانو د واک پر انحصار او د «یوې ډلې» حکومت پر جوړېدو نیوکې ډېرې شوې دي.
که څه هم طالبانو تر دې وړاندې ویلي چې د دوی حکومت ټولګډونه دی؛ خو د هېواد يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې طالبان په کابينه کې له خپلو کسانو پرته بل څوک نه لري او نه يې هم په دولتي پوستونو ګوماري.
له بلې خوا د امریکا، روسیې، چین، پاکستان او ایران په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني ټولګډونه نه ده او باید په دې هیواد کې يو رښتیني ټولګډونه حکومت جوړ شوی.
د يادونې وړ ده، چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد او سازمان طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.
د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایت، د یوه ټولګډونه حکومت جوړول، له ترهګرۍ سره مبارزه او د نورو هېوادونو او نړۍ پر ضد د افغان خاورې نه کارول هغه مهم مسایل دي چې تل د طالبانو په رسمیت پېژندلو په مقابل کې پرې ټینګار شوی دی.