افغانستان

طالبانو يو تن د خلکو د سترګو پر وړاندې قصاص کړ

عکس له آرشیف.

طالبانو نن چهارشنبه د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار په لوبغالي کې پر يوه تن د قصاص حکم پلي کړ.

د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني، د طالبانو د مرافعې محکمې رئیس عبدالله خالد او د هغه مرستیال وحیدالله صدیقي او نور طالب چارواکي د دغه کس د قصاص په مراسمو کې ګډون کړى وو.

د يادې خبرپاڼه له مخې، د دغه ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي هم د دغه کس د قصاص د ليدو لپاره لوبغالي ته ورغلي وو.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دغه کس د « قصدي قتل» په تور چې یو کس یې د وسلې په وسيله وژلی و، نیول شوی و.

دغه کس محمد ایاز نومېده او د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ اوسېدونکی و.

طالبانو په ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې واک ته له راستنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره په ۱۴۰۱ کال کې په فراه ولایت کې د خلکو د سترګو په وړاندې یو کس قصاص کړ. په دې مراسمو کې لږ تر لږه لسو طالب مشرانو او چارواکو برخه اخیستې وه.

د وږي په میاشت کې د طالبانو د زندانونو د چارو مرستیال حبیب الله بدر له آمو سره په خبرو کې تایید کړه چې د دوی په زندانونو کې د ۲۳زره بندیانو له ډلې له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې په اعدام او ۴۰۰ یې د قصاص په سزا محکوم شوي دي.

په ١٤٠١ هجري قمري کال کې د طالبانو مشر د درو وهلو، قصاص او د لاس پرې کولو په ګډون د شرعي سزاوو د پلي کولو امر صادر کړ چې په هغو کې د هبت الله له حکم وروسته طالبانو د لړم په ۲۸مه په لومړي ځل په تخار کې ۱۹ تنه نارینه او ښځې په درو ووهل او بیا تر اوسه پورې په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسان د خلکو د سترګو په وړاندې د طالبانو له خوا په درو وهل کېږي.