افغانستان

طالبان د لړم په ۲۶مه په سړو په سیمو کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینه پیلوي

File photo.

د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد په سړو سیمو کې د خصوصي او دولتي ښوونځیو کلنۍ ازموینې به د لړم په ۲۶مه پیل شي.

د دې خبرپاڼې له مخې، له لومړي څخه تر درېم ټولګيو کلنۍ ازموينې به د لړم په ٢٦مه او له څلورم تر دولسم ټولګيو پورې به د لیندۍ په لومړۍ نېټه پيل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا درې کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منع کړي دي.

که څه هم د طالبانو دغه بندیز د نړۍ، د اسلامي هېوادونو او دیني عالمانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی. خو دوی تر اوسه په خپله تګلاره کې کوم بدلون نه دی راوستی.

په ورته وخت کې طالبانو د پوهنتونونو دروازې په بشپړه توګه د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي او پر هېواد د خپل تسلط نه وروسته یې هېڅ ښځې او نجونو ته د افغانستان په پوهنتونونو کې د زده کړې اجازه نه ده ورکړې.

په همدې حال کې طالبانو په ځینو پوهنتونونو کې یوازې نجونو ته د قابله ګۍ او نرسنګ د زده کړو اجازه ورکړې ده. خو په ورته وخت کې دوی په یو شمېر ولایتونو کې د ښځینه ډاکټرانو پر کار سخت بندیزونه لګولي چې د روغتیا د نړیوال سازمان له غبرګون سره مخ شوي دي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز په افغانستان کې د کم عمره اجباري ودونو او د میندو د مړینې شمېر زیاتوي.