افغانستان

طالبانو په یوه اوونۍ کې د ښځو په ګډون ۴۶ کسان په درو وهلي

عکس از آرشیف

د آمو موندنې ښيي چې په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د ۹ ښځو په ګډون ۴۶ کسان د خلکو د سترګو په وړاندې په درو وهلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې راپورونه ښيي چې د روان کال د لړم له ۱۰مې تر ۱۶مې نېټې پورې د هېواد په ۸ ولایتونو کې د ښځو په ګډون ۴۴ تنه د طالبانو له خوا د ټولو د سترګو په وړاندې په دُرو وهل شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې، طالبانو د پروان ولایت د بګرام په کلي کې یوه ښځه او یو سړی په عام محضر کې د «نامشروع اړیکو» په تور په درو ووهل.

خو د هېواد يو شمېر اوسېدونکي او د بشري حقونو فعالان د طالبانو دغه کړنې «ظالمانه» بولي او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د «طالبانو د ظلم» پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د عقرب په ۲۸ نېټه په عام محضر کې د خلکو په درو وهلو  پیل وکړ. داسې چلند چې تر اوسه دوام لري او د هیواد له اتباعو څخه قرباني اخلي.

طالبانو د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د سلواغې له ۱۰مې څخه د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې د کابل، ننګرهار، پکتیکا، غزني، پروان، میدان وردګو، تخار او جوزجان په ګډون د هېواد په اتو ولایتونو کې د ښځو په ګډون ۴۴ تنه په درو وهلي دي.

په همدې حال کې د آمو موندنې ښیي چې طالبانو په څه باندې درېيو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۱۲ ښځو په ګډون ۶۳۰ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.

پر دې سربېره طالبانو په ۱۴۰۲ هجري لمريز کال کې ۱۷۵ کسان قصاص، ۲۷ کسان سنګسار کړي اوپر ۴ کسانو یې د دیوال د چپه کولو امر کړى دى.

په همدې حال کې د بشري حقونو فعالان د هېواد له اتباعو سره د طالبانو چلند «ظالمانه» او د بشري حقونو د اصولو خلاف بولي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د «شریعت د تطبیق» له نوم څخه په استفادې د هېوادوالو پر وړاندې تر ټولو سختې سزاګانې عملي کړې دي.

اعدامول، سنګسارول او اعدامول، تر دېوال لاندې کول او د هر چا په مخ کې پر ذرړ وهل هغه سزاوې دي چې طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې د هیواد د خلکو په وړاندې ترسره کړي دي.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو هیڅکله د دغو دوسیو د څېړلو د څرنګوالي په اړه هیڅ معلومات نه دي خپاره کړي.