ښځې

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: طالبانو د ښځو او نجونو «پرله پسې ځپنې» ته دوام ورکوي

له زده کړو د محرومې زده کړیالې انځور

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ښځې او نجونې لا هم د طالبانو په واکمنۍ کې له «نه پايه ځپنې» سره مخ دي.

دغه سازمان په اېکس کې لیکلي: «افغان ښځې له خپلو بنسټيزو حقونو بې برخې شوې، له زده کړو بې برخې شوې، په زوره په کور کې بندیانې شوې او اوس له یو بل سره له اړيکو هم منع کېږي».

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په ټینګار سره چې دا «بې عدالتي» د ټولې نړیوالې ټولنې لپاره یو ګواښ دی، له خلکو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره خپل غږ پورته کړي او د دې «بې رحمانه ظلم» پر وړاندې ودریږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د  امربالمعروف  او نهى عن المنکر وزیر خالد حنفي ویلي چې د نورو بالغو ښځو د اواز اورېدل حرام دي، که څه هم د قرآن کریم تلاوت وي او یا لمونځ کوي.

ښاغلی حنفي وايي چې بالغې ښځې حق نه لري چې د نورو ښځو په مخ کې چې هغه هم بالغې وي په لوړ غږ لمونځ تلاوت او تلاوت وکړي.

د یادولو وړ ده چې طالبانو په هیواد کې د بيا واک ترلاسه کولو راهيسې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو سخت بندیزونه او ممانعتونه وضع کړي او تازه یې د «امربالمعروف  او نهى عن المنکر قانون» په تصویب سره په عامه ځایونو کې د ښځو غږ او مخ ښکاره کول هم منع اعلان کړي دي.

د طالبانو دغه چلند له سختو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی او ځینو یې د طالبانو دغه تګلاره «ښځو ځپنه» بللې او موخه یې له ټولنې څخه د ښځو له منځه وړل ياد کړي دي.