افغانستان

 ایران په مشهد کې یو افغان وګړی اعدام کړ

عکس از آرشیف

د حال وش په نامه د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې ایران په مشهد ښار زندان کې د یوه افغان په ګډون لږ تر لږه شپږ بندیان اعدام کړل.

د دغه راپور پر بنسټ، په دغو اعدام شویو بندیانو کې د سیستان او بلوچستان ولایتونو اوسېدونکي او یو افغان وګړی هم شامل دی چې د ایران د حکومت له خوا د نشه‎يي توکو او نورو قضیو په تور په اعدام محکوم شوي وو.

د بشري حقونو دغه سازمان د څلورو اعدام شویو کسانو هویت تایید کړی، چې محمود شهرکي او محمد رضا داور چې دواړه د سیستان او بلوچستان د زابل ښار اوسېدونکي دي، ظاهر صفري د افغانستان تبعه او مجید قديري د ایران د مشهد اوسېدونکی دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بشري حقونو د سازمان شمېرې ښيي چې د دغه هېواد حکومت په تېرو لسو میاشتو کې ۴۹ افغانان اعدام کړي دي.

که څه هم د بشري حقونو دغه خپلواک بنسټ وايي، چې د ایران حکومت دغه افغانان د نشه يي توکو په قاچاق او قصدي وژنې کې د لاس لرلو په تور اعدام کړي دي. خو د ایران حکومت په دې هېواد کې د اعدام شویو افغانانو د شمېر او د هغوی د اعدام د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو دغه سازمان په ایران کې د دغو افغان کډوالو د دوسیو د څېړلو د بهیر څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلې. خو په ايران کې د دغه هېواد اتباع وايي چې په دغه هېواد کې افغان بنديان د خپلو حقونو د دفاع لپاره وکيل ته لاسرسى نه لري.

دغه هیوادوال په قزل الحصار، کرج، قم مرکزي زندان، د شیراز مرکزي زندان، مشهد زندان او د ایران په نورو زندانونو کې اعدام شوي دي.