افغانستان

اته پخواني طالب چارواکي پر نويو پوستونو وټاکل شول

عکس له آرشیف

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د واليانو او همدارنګه د ولایتونو د امنیه قومندانانو پر پوستونو  اته تنو د ګمارلو اعلان کړی، خو ددوى په منځ کې يوازې له يوه تن پرته یې ټول پخواني طالب چارواکي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو ګمارنو کې یو والي، څلور مرستیالان، د طالبانو تر ادارې لاندې د کورنیو چارو وزارت یو امنیتي سلاکار، امنیه قوماندان او د طالبانو د پوهنې رٸیس شامل دي.

په دغو اتو کسانو کې اووه يې پخواني طالب چارواکي دي چې په نويو پوستونو ګومارل شوي دي او په دغو کسانو کې يوازې يو تن هغه څېره ده چې د هغه د پخواني مقام څخه يادونه نه ده شوې.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوى د مشر د حکم پر بنسټ د پروان ولايت لپاره د طالبانو پخوانى مرستيال والي محمد ادريس انوري د طالبانو له خوا د پروان د والي په توګه ټاکل شوى دى.

دغه راز د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي سلاکار محمد ابوالوفاء عثماني د پروان ولایت د والي د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

په همدې حال کې، د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، په سرپل ولایت کې د طالبانو پخوانی مرستیال محمد نادر حقجو د تخار ولایت د مرستیال په توګه، د تخار ولایت پخوانی مرستیال خان محمد حقاني د سرپل ولایت د مرستیال او په بامیان کې د طالبانو د استخباراتو پخوانی مشر نپک محمد حذیفه  په غور کې د طالبانو د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

په همدې حال کې محمدالله براء د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندان لپاره د طالبانو قومندان په توګه او محمد شریف حلیم د پکتیکا ولایت د طالبانو پخوانی امنیه قوماندان  د ننګرهار د پوهنې د رٸیس په توګه ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د تلې میاشتې په پیل کې د طالبانو ۱۳ پخواني چارواکي په نویو پوستونو ګومارل شوي وو.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو ډېر کم په دولتي پوستونو نوي کسان ګمارلي دي. د دوی ډیری ګمارنې په نویو پوستونو کې د پخوانیو څېرو ځاى پرځاى کول دي.

د آمو یوه څېړنه ښیي چې په نهو میاشتو کې د طالبانو تر ادارې لاندې په دولتي څوکیو کې د طالبانو ګمارنې یوازې له یوې دندې څخه بلې ته د څېرو د بدلولو په حال کې وې او نوي څېرې د دوی په ګمارنو کې ډیر ځای نه لري.

د آمو د موندنو پر بنسټ، هبت الله اخندزاده په تېرو درېیو کالونو کې د ۷۵ فرمانونو په صادرولو سره نږدې ۴۰۰ طالب چارواکي مقرر او تبديل کړي دي.