د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د کانکور آزموینې لپاره د دیني مدرسو او ښوونځیو فارغانو ته د نوم لیکنې د بهیر له پیل خبر ورکړ.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو د بندیز سره هم مهاله دا درېیم کال دی چې نجونې په کانکور ازموینې کې له ګډون محرومېږي.
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې د دې ازموینې له ګډون کوونکو غوښتي چې په دې ازموینه کې د ګډون لپاره آنلاین فورمې ډکې کړي. خو نوموړي د نجونو د ګډون په اړه څه نه دي ويلي.
دغه وزارت له ګډون کوونکو غوښتنه کړې چې د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې تر پایه د دې ازموینې لپاره نوم لیکنه وکړي.
له ښپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندبز په دوام له څلورو میلیونو ډيرې نجونې ښوونخيو ته له تګ منع شوی دی.
په همدې حال کې، یو شمېر هغه نجونې چې په دې ازموينه کې د ګډون شرایط یې پوره کړي وايي، د شريعت له مخې د نجونو پر زده کړو هېڅ بندیز نشته، خو طالبانو دا حق له دوى اخيستى دى.
دوی وايي، هیله لري چې طالبان به دوی ته هم په دې ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړي.
له دولسم ټولګي فارغه فاطمه وايي: «سږ کال هم د کانکور ازموينې لپاره نوم ليکنه پيل شوه، خو تر اوسه موږ نجونو ته په دې ازموينه کې د ګډون او نوم ليکنې اجازه نه ده راکړل شوې، هيله لرم چې ژر تر ژره د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ پرانېستل شي.»
د بلخ اوسېدونکې فرحت وايي: «د شريعت له نظره د نجونو پر زده کړو هېڅ بندیز نشته، خو طالبان په قصدي ډول نجونې له زده کړو لرې ساتي، لکه څنګه چې لا هم موږ ته د کانکور ازموينې د نوم ليکنې اجازه نه راکول کېږي، خو هيله لرم چې دغه محدوديتونه زر تر زره لرې شي.»
تېر کال د کانکور په ازموينه کې ۸۷ زره ۴۳۸ کسانو برخه اخيستې وه، چې ۴۴ زره ۷۳۸ تنه بريالي شوي وو.
تر دې وړاندې هم طالبانو له دولسم ټولګیو فارغو نجونو ته د کانکور په ازموينه کې د ګډون اجازه ورنه کړه چې نجونې اوس هم په بې برخلیکۍ کې ژوند کوي.