نړۍ

په مالدووا کې د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو پیل شو

د ختیځې اروپا په یوه هېواد مالدووا کې د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو نن (یکشنبه، لړم۱۳) پیل شو.

رویټرز خبر ورکړی دی چې د مولداوى په ټاکنو کې د روسیې د نفوذ په اړه نيوکې زیاتې شوي او ښایي دا ټاکنې د روسیې او اروپايي ټولنې ترمنځ یو ډول دیپلوماتیکه جګړه وي.

په دې ټاکنو کې د مولدووا لوېدیځ پلوه ولسمشره مایا ساندو د دغه هېواد د پخواني لوی څارنوال الکساندر سټويانو ګلو سره سیالي کوي چې د روس پلوه سوسیالست ګوند له خوا یې ملاتړ کېږي.

مالدووا د اروپا په جنوب ختیځ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې اوسنى ولسمشر مایا سانډو هڅه کوي چې دغه هېواد د مسکو له کنټروله وباسي او له اروپایي اتحادیې سره خپل الحاق چټک کړي.

سټويانوګلو وايي چې دی به د ولسمشر په توګه په اروپايي ټولنه کې د دغه هېواد د ادغام ملاتړ وکړي. خو په عین حال کې به له روسیې سره خپلې اړیکې د خپل هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې پراخې کړي.

رويټرز ليکلي، چې د دې ټاکنو پايلې ښايي د راتلونکي دوبي د پارلماني ټاکنو د تر سره کېدو لپاره زمينه برابره کړي. چیرې چې تمه کېږي د سانډو واکمن ګوند د خپل اکثریت ساتلو لپاره له ستونزو سره مخ شي، او دا موضوع به د دغه هېواد حکومت  راتلونکى جوړ کړي.

د يادونې وړ ده، چې په مالدووا کې د ښاغلي سانډو د ولسمشرۍ پر مهال له روسیې سره د دغه هېواد اړیکې وروستۍ کچې ته راټیټې شوې وې.

له مالدووا سره د روسیې اړیکې وروسته له هغه خرابې شوې چې دغه هېواد په اوکراین کې د روسیې «يرغل» وغانده او مسکو له مالدووا خپل ډیپلوماتان راوبلل.