نړۍ

 د اوکراین پر پلازمېنه د روسیې برید ۹ تنه ټپیان کړل

اوکرایني چارواکو اعلان کړی، چې په تېره میاشت کې پر پلازمېنې کییف د روسیې په ١٩م برید کې ۹ تنه ټپیان شوي، څو اپارتمانونه سوځول شوي او په دغه ښار کې یو وړکتون هم زیانمن شوی دی.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې روسیې تېره شپه د دغه هېواد پر لور ۶۲ بې پیلوټه الوتکې وتوغولې. د اوکراين د هوايي دفاع واحدونه توانېدلي دي چې په کييف او نورو سیمو کې د ٣٣ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي. خو د نورو ۲۵ بې پیلوټه الوتکو د برخليک په اړه څه نه دي ویل شوي.

د کییف د پوځي ادارې مشر سرګي پوپکو په ټېلېګرام کې په یوه پیغام کې لیکلي دي: «د اکتوبر په میاشت کې پر کییف ۱۹ هوایي بریدونه وشول. تېره شپه د روسیې بې پیلوټه الوتکو یو ځل بیا د پلازمېنې پر فضا الوتنې وکړې.»

د دغه خبری آژانس د خبر له مخې د کیف په لوېدیځ کې د سولومیانسکی په ولسوالۍ کې په یوې څو پوړیزه ودانۍ کې د یوې ویجاړې شوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو په پايله کې د اورلګېدنه رامنځته شوې چې له کبله يې د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ په ګډون لږ تر لږه نهه تنه په دې پیښه کې ټپيان شوي دي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو په ټېلېګرام کې اعلان کړى چې د پېښې په ځای کې د ټپیانو درملنه شوې ده.

د کییف د پوځي ادارې په وینا له دغې ودانۍ څخه ۱۹ کسان اېستل شوي دي. دې ادارې د یوې ویجاړې شوې ودانۍ عکسونه هم خپاره کړي چې مات شوي کړکۍ او یوه ویجاړه شوې لوحه ښيي چې په سولومیانسکي کې د وړکتون په توګه پیژندل کېده.

د رویټرز شاهدانو د پېښې په ځای کې اور وژونکي لیدلي چې په اپارتمان کې د اور د مهار لپاره مبارزه کوي، چې څو کړکۍ کې يې ماتې وې.

د یادولو وړ ده چې د کییف په شاوخوا سیمو او د اوکراین په ختیځو سیمو کې د څه باندې دوو ساعتونو لپاره د هوايي بریدونو خبرداری ورکړل شوی و.