په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په دغه هېواد کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر په پرله پسې ډول مخ په زیاتېدو دی.
د دغه بنسټ په وینا په افغانستان کې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا په یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان له تېرو لسیزو راهیسې له ژورو، پراخو او دوامداره بشري اغېزو سره پرله پسې ډول له ننګونو سره مخ دی. د هېواد وګړي د جګړو، سیاسي بې ثباتۍ، وچکالۍ، زلزلې، د خوراکي توکو د نه خوندیتوب، بې ځایه کېدل، د کرونا ناروغۍ، د روغتیايي خدمتونو نشتوالي، اوږدمهاله بې وزلۍ او د ښځو او نجونو د زیاتېدونکي محرومیت او زیانمنتیا په منځ کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
دغه سازمان وايي، تېره لسیزه د افغانستان د خلکو لپاره «سخته» وه.
دا په داسې حال ده، چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره په هېواد کې فقر او لوږه زیاته شوې او سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي بحرانونه د دې لامل شوي چې افغانستان له زیاتو ننګونو سره مخ شي.