افغانستان

 د بشري حقونو یوه سازمان د طالبانو لخوا پر انځور اخیستلو بندیز وغانده

د بشري حقونو یوه سازمان د طالبانو له خوا د ژونديو موجوداتو پر انځورونو بندیز غندلی او هغه یې د اطلاعاتو او بیان پر ازادۍ د طالبانو د روانو بریدونو یوه برخه بللې ده.

د بشري حقونو دغه بنسټ پر اېکس لیکلي چې دا بندیز په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو سختدريځه پاليسو ته ورته دی.

د دغه سازمان په وينا، په هغه وخت کې، د مجسمو سرونه، هنري اثار، ټلوېزیوني شبکې، انځورونه او ویډیوګانې منع شوي وو.

دغه سازمان ویلي: «افغان خبریالان خبرداری ورکوي، چې پر فلم جوړولو او انځور اخيستلو بندیز به د مطبوعاتو پر ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې جدي اغېز وکړي.»

د بشري حقونو دغه بنسټ زیاته کړې، چې ټلوېزونونو یوازې غږیزو خپرونو ته مخه کړې او افغانستان له انزوا او د خپلو بنسټیزو آزادیو له لاسه ورکولو سره مخ دی.

دغه سازمان لیکلي: «د بشري حقونو سازمان د طالبانو د ځپونکو «اخلاقي قوانینو» له مخې د اطلاعاتو او بیان پر ازادۍ د طالبانو پرله پسې بریدونه غندي او په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو او د مطبوعاتو د سمدستي بیا پیل غوښتنه کوي».

د طالبانو مشر په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د وږي په میاشت کې د طالبانو امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون توشيح کړ. هغه قانون چې د ژوندیو موجوداتو د انځور خپرول پکې منع شوي دي.

ظاهراً د طالبانو د مشر لخوا د ژونديو موجوداتو د انځورونو د نه خپرولو پرېکړې، چې په قانون کې یې هم یادونه شوې، طالبان په دوو ډلو وېشلي دي.

د طالبانو د رسمي پاڼو څخه د آمو ټلویزیون څېړنې ښيي چې د طالبانو د ۲۴ وزارتونو له جملې څخه یوازې د عدلیې، لوړو زده کړو وزارتونو او طالبانو د امربالمعروف وزارت په خپلو وېبپاڼو او ټولنیزو شبکو کې د عکسونو او انځورونو د خپرولو بهیر بند کړی دی.

په کندهار، تخار او بادغیس کې سیمه ییزو طالب چارواکو د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړي دي.