سویلي آسیا

له زندانه د عمران خان د خلاصون لپاره د څه باندې ۶۰ امریکايي وکیلانو غوښتنه

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ته په یوه لیک کې، د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې له ٦٠ څخه زیاتو ډیموکراټ وکیلانو له هغه څخه وغوښتل چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خوشې کولو لپاره چې د ٢٠٢٣ له اګست راهیسې په بند کې دی، د واشنګټن له نفوذ څخه کار واخلي.

بایډن ته د کانګرېس په لیک کې راغلي: «موږ نن ليک ليکو، څو له تاسو څخه وغواړو چې د پاکستان په حکومت کې د متحده ایالاتو د پام وړ نفوذ ته په کارولو د عمران خان په ګډون د سیاسي بندیانو د خلاصون او د بشري حقونو د پراخه سرغړونو مخنیوي لپاره کار واخلٸ.»

د رویټرز د راپور له مخې، د کانګرېس د ډیموکراټ ګوند غړي ګرګ کاسار، چې د لیک لارښوونکى دى، ویلي چې دا د امریکا د استازو جرګې د غړو له خوا د عمران خان د خلاصون لومړۍ ډله ییزه غوښتنه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې عمران خان له اوږدې مودې راهیسې د امریکا پر بهرنۍ تګلارې نیوکې کولې، او له واشنګټن سره یې ترینګلې اړيکې درلودې.

هغه د ٢٠٢٣ په اګست کې په پاکستان کې زنداني شوی و او په ٢٠٢٢ کې د ګوښه کېدو راهیسې د واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د لسګونو قضیو سره مخ شوی دی.

خو عمران خان تر دې مخکې ویلي وو چې دا دوسیې د دې لپاره چې هغه د پاکستان په راتلونکو ټاکنو کې له ګډونه بې برخې کړی، سیاسي انګېزه لري.

د يادونې وړ ده، چې عمران خان د پاکستان د پارلمان له خوا له صدارته د هغه له ګوښه کېدو وروسته عمران خان د دغه هېواد پوځ د دغه کار مسٶول وباله او له پوځ سره يې اړيکې ترينګلې شوې، خو د پاکستان پوځ د هغه په ​​ګوښه کولو کې هر ډول سیاسي لاسوهنه ردوي.

بل خوا په دغه لیک کې جمهوري غوښتونکو وکیلانو هم په پاکستان کې د ټاکنیزو بې نظمیو په اړه د راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

خو د پاکستان حکومت د عمران خان پر ضد د غیر عادلانه چلند ادعاوې رد کړې او د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون هم په ټاکنو کې د درغلیو ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

واشنګټن، برېټانیا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو هم د پاکستان د راتلونکو ټاکنو د شفافیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

په داسې حال کې چې عمران خان په ټاکنو کې برخه نه وه اخیستې، خو د هغه په ​​ملاتړ نوماندانو د پاکستان په پارلمان کې ډېرې څوکۍ ګټلې وې، خو سیالانو يې ایتلافي حکومت جوړ کړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې ډلې هم په جولای میاشت کې اعلان وکړ چې د عمران خان نیول له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.