د «ریبل نیوز» په نامه د کاناډا خبري وېبپاڼې راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د محدودوونکو سياستونو دوام د لومړي وزیر جسټین ټروډو تر مشرۍ لاندې د دغه هېواد حکومت فيمينسټ بهرنی سیاست ننګولى دى. ځکه کاناډا په نړۍ کې د ښځو د حقونو او د جنسیتي برابرۍ د ملاتړ ادعا کوي.
ریبل نیوز وايي داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښيي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د کاناډا د مرستو دوام د ښځو د حقونو د وضعیت ته په پام سره بحثونه راپورته کړي دي.
د يادولو وړ ده، چې کاناډا په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره ۳۶۷ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې وه او د دغه هېواد د حکومت په وینا دغه مرستې «پرته له دې چې ارزښتونو په خطر کې واچوي» ترسره شوې دي.
د دغه راپور له مخې، د کاناډا د نړیوالې پراختیا وزیر احمد حسین ته په استول شوي یادښت کې ویل شوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو دوام د ځینو کاناډایانو او رسنیو تر منځ د منفي غبرګونونو لامل کېدای شي.
په یادښت کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې د مرستو د پروګرامونو له کمېدو سره به په افغانستان کې د کاناډا او د هغه د متحدینو ستراتیژیکې ګټې هم کمې شي.
ریبل نیوز راپور ورکوي چې د راتلونکو کلونو لپاره د کاناډا حکومت وړاندیز شوی پلان به د زده کړو ، روغتیا ، جنسيتي برابرۍ او بشرپاله مرستو ملاتړ باندې متمرکز وي.
تېر کال کاناډا له افغانستان ته ۱۴۳ میلیونه ډالره بشري او ۷۰ میلیونه ډالره پراختیايي مرسته واستوله. خو د دغه راپور له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به یوازې ۲۵ میلیونه ډالره مرستې په پام کې ونیول شي، چې د تېرو کلونو د اوسط مرستو په پرتله کمې دي.
په ورته وخت کې دا راپور ښيي چې په کاناډا کې یوشمېر بشري سازمانونه او د بشري حقونو ډلې غواړي له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي.
د کاناډا د ورلډ ویژن موسسې د پالیسيو يو تن جوړونکى مارتین فېشر وايي، که یو هیواد غواړي له داسې یو ځای سره مرسته وکړي چې تاریخي ارزښتونه او مکلفیتونه یې د خپلو ګټو سره سمون ولري، هغه افغانستان دی.
خو ریبل نیوز وايي، د کاناډا حکومت هڅه کړې چې د کورنیو او نړیوالو فشارونو سره سره د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې پر خپل رول ټینګار وکړي.
د کاناډا د نړیوالې پراختیا وزارت هم اعلان کړی، چې تر اوسه ۴۰ زره افغان اتباع چې د طالبانو له ګواښ سره مخ وو، دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.